1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصريان د اساسي قانون په ټولپوښتنه کي کډون کوي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۲۴, سه‌شنبه

مصريان د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو په خپل اساسي قانون کې د بدلون له پاره رایې ورکوی. دا د پوځ له خوا د دغه هیواد د ولسمشر محمد مرسي، تر راپرځول کیدو وروسته لومړی وار دی چې رایې اچونه کیږي.

https://p.dw.com/p/1AqNp
انځور: Khaled Desouki/AFP/Getty Images

د اساسي قانون په نوې مسوده کې پخواني ولسمشر مرسي له خوا ډیر راغلي بدلونونه له منځه تللي دي. تر دې مخکې مرسي په اساسي قانون کې بدلونونه راوستي ول چې په ترڅ کې یې هغه ته ډیره اسلامي بڼه ورکړې وه.

په اساسي قانون کې د بدلون راتلو پلویان وایي چې نوی اساسي قانون به فردي آزادي، دیني آزادي او د ښځو حقوق ډیر کړي. دا په داسې حال کې ده چې په اساسي قانون کې د بدلون راتلو مخالفان بیا په دې مسوده کې پوځ ته پر ډیر واک ورکولو باندي نیوکي کوي.

که څه هم اخوان المسلمین د اساسي قانون په دې ټولپوښتنه کې د نه ګډون خبره کړې ده او د رايي اچووني بهیر یې بایکاټ کړی دی خو ډیره تمه کیږي چې په اساسي قانون کې دي بدلونونه رامنځته شي او مصریان دي ټولپوښتني ته مثبه رایه ورکړي.

يو تن مصري چي د ټولپوښتني په لومړۍ ورځ يې خپله رایه ورکړې ده د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط يې وويل: «زه دلته په دې خاطر راغليم چي د مصر د حق ملاتړ وکړم. په دې سره موږ کولای سو چي د اخوان المسلمين خاينان نور ختم کړو.»

په مصر کې د مرسي تر ګوښه کیدو وروسته د اخوان المسلمین ډله ډیر ضعیفه شوې ده. پوځ د دغې ډلي ډیر لوړپوړي غړي بندیان کړي دي او محاکمه کوي. تیره میاشت د مصر حکومت اخوان المسلمین د یوې ترهګري ډلي په توګه وپیژند او په دې ترتیب سره یې د دغې ډلې فعالیتونه لا پسې سخت کړل او پر هغې باندي فشار یې تر بل هر وخت ډیر کړ.

دا په داسې حال کې ده چې اخوان المسلمین په اساسي قانون کې د بدلونو د وړاندیز له کبله د سوله ییزو مظاهرو غوښتنه کړې ده.

اخوان المسلمین په خاصه توګه د اساسي قانون په مسوده کې پوځ ته د ډیرو صلاحیتونو پر ورکولو باندي نیوکي کوي. په مسوده کې پوځ ته واک ورکړل شوی دی چې د راتلونکو اتو کلونو له پاره د مصر د دفاع وزیر وټاکي او په ځینو مواردو کې ملکي وګړي په پوځي محکمو کې محاکمه کړي.

السیسي غواړي ولسمشر شي

د مصر د پوځ مشر عبدالفتاح السیسي، ویلي دي چې که له هغه څخه غوښتنه وشي، نو ولسمشري ته به ځان کانديد کړي. که څه هم السیسي په مصر کې د محمد مرسي د ګوښه کولو له کبله ډیر مخالفین لري، خو په عین حال کې ډیر شمیر مصریان په دې اند دي چې السیسي به وکولای شي د مصر ولسمشرۍ ته ورسیږي.

د مصر دولتي رسنیو چې د پوځ پلوي دي، ویلي دي چې په اساسي قانون کې وړاندیز شوي بدلونونه د دې هیواد له امنیت او ثبات سره مرسته کوي. په دې ترتیب سره د مصر په ډیرو برخو کې داسې پوسترونه ځوړند شوي دي چې پکښې له خلکو څخه غوښتل شوي دي چې اساسي قانون ته مثبته رايه ورکړي.

په اساسي قانون کي بدلون راوستلو ته تر ډېره ښځي خوشحالي دي، ځکه هغوی ته پکښې نور حقوق هم ورکړل سوی دي. يوې ښځي وويل: «زه فکر کوم چي په اساسي قانون کي بدلونونه ډېر ښه دي. په ځانګړې توګه هغه يې چي د ښځو او کوچنيانو په برخه کي دي.»