1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

مصر پر اهرام د بربنډو انځورونو په اړه پلټنې پیل کړي

۱۳۹۷ آذر ۱۸, یکشنبه

مصري چارواکو د یوې داسې پيښې په اړه پلټنې پيل کړي دي چې ویل کیږي یوې ډنمارکۍ جوړې د مصر د اهرامونو د یوې غونډې پر څوکه په لوڅ یا بربنډ حالت کې خپل انځورونه اخیستي دي.

https://p.dw.com/p/39l3d
Ägypten Hohlraum in der Cheops-Pyramide entdeckt
انځور: picture-alliance/dpa/ScanPyramids Mission/M. Nelson

د مصر د لرغونو آثارو وزیر خالد العناني د جمعې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۷ نیټه) د دغې پيښې په اړه د هیواد عمومي څارنوالۍ ته رسمي شکایت کړی دی. د مصر دولتي ورځپاڼې «الاحرام» د شنبې په ورځ (د دسمبر ۸) د نوموړي وزارت د سرچينو په حواله په دې اړه خبر خپور کړی دی.

په یوه شخړیزه ویډیو کې یو سړی او یوه ښځه د «الجیزه» په نوم د مصر د یوه اهرام لوړې څوکې ته د ختلو په حالت کې لیدل کیږي. د دغې تقریباً دری دقیقه يي ویډیو په پای کې د دغو دواړو لوڅ عکسونه هم لیدل کیږي، چې دواړو یو بل په غیږ کې نیولي دي.

دغه ویډیو د یوټیوب په انټرنټي شبکه کې تر خپریدو وروسته په مصر کې دننه له شدیدو غبرګونو سره مخامخ شوې ده. معلومه نه ده چې دغه جوړه (سړی او ښځه) چې په اروپایې هیواد ډنمارک پورې تعلق لري اوس هم په مصر کې ده او که څنګه؟

د مصر د لرغونو آثارو د عالي محکمې د سکرتر جنرال مصطفیٰ وزیري په خبره څارنوالي به په دې اړه څیړنه او تحقییقات وکړي چې آیا دغه ویډیو جعلي او که حقیقي ده.په ټولنیزو شبکو کې دا پوښتنه مطرح کیږي چې دوی دواړه د مصر اهرامونو ته څنګه ور ختلي دي، ځکه دا یو غیر قانوني کار دی.