1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر نه غواړي په هيواد کې يې د مهاجرو کمپونه جوړ شي

۱۳۹۷ تیر ۱۰, یکشنبه

مصر او څلورو نورو هيوادونو ويلي دي چې نه غواړي په خاوره کې يې له اروپايي اتحاديې څخه ګرځول شوو مهاجرو ته د تجمع مرکزونه جوړ کړي. مهاجرو له پاره د تجمع مرکزونو جوړول په اروپايي اتحاديه کې د مهاجرو د ويش پروژې يوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/30ctR
Ägypten Migranten Polizeistation in Rosetta
انځور: picture-alliance/dpa/M. Elhorsy

مصر د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جولای په لومړۍ نېټه) وويل که چيرته اروپايي اتحاديه له دوی څخه وغواړي چې په هيواد کې يې د هغو مهاجرو له پاره چې له اروپايي اتحاديې څخه بيرته ګرځول کيږي د تجمع مرکزونه جوړ کړي، دوی به يې ونه مني.

د مصر له خوا دغه اعلاميه وروسته له هغې خپريږي چې د اروپايي اتحاديې مشرانو د دغې اتحاديې په وروستۍ سرمشريزه کې د مهاجرت پر موضوع په پراخه کچه خبرې اترې وکړې او ځينو مهمو هوکړو ته ورسيدل. په دې ترتيب د اروپايي اتحاديې مشران اوس هڅه کوي چې په منځني ختيځ او افريقا کې «خپلو ملګرو هيوادونو» کې د پناه غوښتونکو د تجمع مرکزونه جوړ کړي. 

د مصر د پارلمان وياند علي عبدل آل د آلمان «ويلت» ورځپاڼې ته وويل: «په مصر کې د اروپايي اتحاديې د پناه غوښتونکو د تجمع مرکزونو جوړيدل به زموږ قوانين او اساسي قانون نقض کړي.»

«موږ خپله لس ميليونه مهاجر لرو»

آل چې د مصر د ۲۰۱۴م کال اساسي قانون يو همکار ليکوال دی وويل چې د دوی هيواد لا د مخه د « سورېې، عراق، یمن، فلسطين، سودان، سوماليا او نورو هيوادونو څخه راغلي شاوخوا ۱۰ ميليونه مهاجر لري» او مصر دوی له پاره د زدکړې او روغتيا وړيا خدمات منلي دي. آل وويل په دې برخه کې يوازينۍ استثنا د هغو مهاجرو له پاره شتون لري چې په قانوني ډول مصر ته رسيږي.

د البانيا، مراکش، تونس او الجزاير هيوادونو مشرانو هم ويلي دي چې نه غواړي اروپا ته تلونکو مهاجرو له پاره په خپلو هيوادونو کې د تجمع مرکزونو جوړ کړي.

د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل لخوا د شنبې په ورځ په ائتلافي حکومت کي برخه والو ګوندونو ته په يوه وړاندې کړل شوي ليک کې ويل شوي دي چې د پناه غوښتونکو د تجمع مرکزونو جوړول، د اروپايي اتحاديې د وروستۍ سرمشريزې د تړون يوه برخه ده. د اروپايي اتحاديې د بهرنيو پولو لا کلکلول او د هغو کډوالو چټک اخراجول چې د مخه د اروپايې اتحاديې په يو بل هيواد کې راجستر شوی وي، د دغه تړون نورې برخې دي.

د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت بحران څخه راپديخوا تر ټولو زيات تر فشار لاندې راغلې ده. هغه د خپل اتحادي ګوند د مشر او د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر له مخالفتونو سره مخ ده. زيهوفر چې د مرکل خلاف د مهاجرت سخت قانون پلوي کوي او ګواښ يې کړی چي که مرکل د ستونزو له پاره اروپايي حل پيدا نه کړي نو دی به د هغې د خوښې خلاف او په خپل سر اقدام وکړي. دا په داسي حال کي چي مرکل بر خلاف د آلمان پر ځای پر اروپايي حل لارو ټينګار کوي. دواړه مشران د یکشنبې په ورځ د اروپايي اتحاديې پر نوي پلان خبرې هم وکړې.

د مهاجرت پر موضوع له آرشيفه يو انځوريز البوم: