1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي اتحادیه له مصر سره د مهاجرت پر موضوع خبري کوي

۱۳۹۷ شهریور ۲۹, پنجشنبه

اروپايي مشرانو د غيرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي په موخه له مصر او ځينې نورو شمالي افريقايي هيوادونو سره پر خبرو اترو موافقه کړې ده. ځیني سیاستوال دا اروپا ته د مهاجرت د مخنیوی په برخه کې مهم ګام ګڼي.

https://p.dw.com/p/35Eju
Ägypten Al-Sisi mit Tusk und Kurz in Kairo
انځور: picture-alliance/Xinhua/MENA

د اتريش صدراعظم زبستيان کورڅ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال دسمبر ۲۰)  د دغه هیواد په زالڅبورګ، ښار کې دغه اقدام د مهاجرتونو د مخنيوي په برخه کې د «پرمختګ يو مهم ګام » وګاڼه.

اروپايي اتحادیې له ۲۰۱۵م کال راهيسې اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي په موخه له ترکيې او ليبيا سره د همکارۍ کولو تړنونونه لاسليک کړي، خو غواړي  چې ورته اقدام د شمالي افريقا هيوادونو سره هم ترسره کړي.

کورڅ د چهارشنبې ورځ په ماښام خبريالانو ته وويل چې اروپايي مشرانو وړانديز وکړ تر څو «د مصر او همدارنګه د شمالي افريقا نورو هيوادونو سره خبراترې پیل شي.»

کورڅ د زالڅبورګ د دويمې ورځ غونډې ته له رسيدو سره سم وويل: «له دغه وړانديز څخه ټولو ملاتړ کړی دی.» اروپايي مشران په دغې غونډه کې د مهاجرت، امنيت او له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیي دوتلو پر موضوعاتو خبرې کوي. کورڅ زیاته کړه چې د ده په آند دا د غیر قانوني مهاجرتونو پر وړاندې مبارزه کې یو بل مهم ګام دی خو په خبره یې د انساناني قاچاق وړونکو پر وړاندې اقدامات تر دې مهم دي.

Klausur der EVP-Fraktion des Europaparlamentes -  Sebastian Kurz
زبستيان کورڅ دا د «پرمختګ يو مهم ګام » وګاڼهانځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel

کورڅ په خپلو خبرو کې وړاندې وويل چې دی او د اروپايي اتحادیي د شورا مشر دونالد توسک، به اوس له دغو هيوادونو سره خبري کوي. د هغه په وينا مصر له خوا ورکړل شوي زيګنالونه تشویقونکي دي. هغه زياته کړه: «مصر د شمالي افريقا لومړنی هيواد دی چې له اروپايي اتحاديې سره خبرو پیاوړي کولو اترو ته تیار دی.»

کورڅ په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «مصر دا ثابته کړې چې اغیزمن ثابتیدی شي». هغه د خپلو خبرو په ادامه کې زياته کړه چې مصر د دې مخه نیولي چې د دغه هیواد له سواحلو کښتۍ حرکت وکړي او کله چې یې دا کار کړی بیرته ګرځولو ته مجبوره کړي دي.

د اتريش صدراعظم چې په ورستيو کې له توسک سره مصر ته سفر کړی ویلي دي چې اروپایي اتحادیه د دې حقیقت پام کې نیولو سره چې مصر غواړي خپلې همکارۍ ژورې کړي ګټه پورته کړي.

د پولند پخواني صدراعظم توسک د روانې اوونۍ په سر د مهاجرت د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې د اروپايي اتحاديې او د عربي ليګ مشرانو د يوې ګډې غونډې د جوړيدو له پاره غږ کړی وو.

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: