1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسلمانانو او يهودانو په ګډه له اوشويڅ ليدنه وکړه

۱۳۹۸ بهمن ۴, جمعه

د نازيانو له خوا د ډله ايزې وژنې د کمپ د آزادېدو د ۷۵مې کليزې په درشل کې يو لوړپوړی مسلمان استازی د يادون دغه ځای ته ورغی. ډېرې احساساتي شېبې پکې وليدل شوې.

https://p.dw.com/p/3WkbK
Polen Besuch Gedenkststätte Auschwitz Abdulkarim Al-Issa
انځور: picture-alliance/dpa/ZUMAPRESS/SOPA/O. Marques

د دېرشو او کابو څلويښتو دقيقو په ځنډ سره د موټرو يو کاروان د پوليسو په بدرګه د اوشويڅ بيرکناو په نوم د يادون ځای ته ورسېد. خو نيم ساعت ځنډ به څه وي، که دغو مراسمو ته تقريبا ۲۰ کاله آمادګي نيول شوې وي؟

ځکه چې د ژمي په يوه رڼا ورځ د مسلمانانو يو تر ټولو مهمو استازو څخه د ډله ايز قتل ځای ته ورځي، داسې يو ځای چې څه باندې يو ميليون انسانان چې اکثريت يې يهودان ول، په سيستماتيک ډول وژل شوي دي.

د اوشويڅ د اجباري کار د پنډغالي پر دروازې باندې د «کار د آزادۍ باعث ګرځي» شعار راغلی دی. اوس يهودان او مسلمانان په ورو ورو له دغې دروازې څخه تېريږي. د مسلمانانو د نړيوال ليګ سرمنشي، شيخ محمد العيسی، له تقريبا شلو هېوادونو څخه نور مسلمان استازي او د امريکا د يهودي کميټې (AJC) ټول مشران ورسره مل دي. په ۱۹۰۶ کال کې تاسيس شوی دغه سازمان په ټوله نړۍ کې د يهودانو د علايقو او غوښتنو څخه نمايندګي کوي چې د شلو کلونو راهيسې له مسلمانانو سره خبرې اترې د اجنډا په سر کې قرار لري.

العيسی او هاريس یو بل ته لاسونه ورکړل

العيسی د امريکا د يهودي کميټې له مشر، ديويد هاريس سره په لومړي کتار کې روان وو چې کله نا کله به څنګ په څنګ هم ګرځېدل. دغه ۵۴ کلن اسلامي عالم له مکې څخه او هغه ۷۰ کلن يهودي ديپلومات چې د هولوکاست يعنې د يهودانو د ډله ايزې وژنې څخه د ژوندي پاته شويو کسانو زوی دی، داسې ښکاري چې ملګري دي. هغوی دا حقيقت دلته هم اظهاروي.
د يادون دغه ځای ته د رسمي پلاوو راتګ ډېر ليدل کيږي. يوازې د غوږيو يا ګوشکيو له خوا هغه څه تشريح کيږي چې دلته پېښ شوي دي. سړی هغه وحشتناک ځايونه ليدلی شي يا د «مرګ دېوال» ته ودرېدلی شي چې هغه دېوال ته ويل کيږي چې آلمانانو پکې په زرګونو پولنډيانو ويشتلي او وژلي دي. يو دهليز نورو ودانيو ته هم وتلی دی چې د خلکو د وژنې وحشت سړي ته ورپه سترګو کوي. هرې خوا د کمرو سره مل ټيمونه هم ولاړ دي.

د مسلمانانو يو لوی پلاوی

نن سبا حالات بل ډول دي. دانيل پينکوس چې له نيو يارک څخه راغلی دی، هغه اتاقونه ښيي چې د قربانيانو وېښته، بوټونه، بکسونه او برسونه پکې ساتل کيږي. دغه شيان آلماني قاتلينو په ډېر دقت سره راټول کړي ول. ۴۱ کلن پينګوس خپله هم کيسه کوي چې نازيانو يې غور نيکه او نيا او همداراز نور خپلوان يې له برلين څخه وژلي دي چې دغې پېښې تر اوسه پورې د هغه کورنۍ تر نن ورځې پورې هم کړوي. له ودانۍ څخه تر وتلو وروسته العيسی پينګوس ته خپل لاس د هغه پر غاړې اچوي، ټينګ يې نيسي او بيا ورسره غمشريکي کوي. د مسلمانانو شل نور استازي له اندونيزيا، د امريکا له متحده آيالاتو، د بالقان له هېوادونو، له سکانديناوي هېوادونو او له عربي نړۍ څخه د العيسی خبرې تائيدوي. له آلمان څخه د مسلمانانو د مرکزي شورا سرمنشي، عبدالصمد اليزيدي هم راغلی دی. دی هم په لومړي ځل له اوشويڅ څخه ليدنه کوي.  

کريستوف شتراک/ن ص/س ر

Polen Besuch Gedenkststätte Auschwitz Abdulkarim Al-Issa
مسلمان مشران په پنډغالي کې د لمانځه پر مهالانځور: Getty Images/AFP/B. Siedlik
Polen Besuch Gedenkststätte Auschwitz Abdulkarim Al-Issa
هاريس (ښۍ خوا) او العيسی (کيڼ لور)انځور: Getty Images/AFP/B. Siedlik