1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مزار: د ژمی په رارسیدو سره د خوارکي توکو بیې هم لوړې شوي

۱۳۹۰ آبان ۲۹, یکشنبه

دمزار شریف اوسیدنکی وایي چې د ژمی په رارسیدو سره د خوراکي توکو د نرخونو د لوړوالي سربیره د سوند د توکو بیه هم لوړه شوې چې ډیری خلک یې د اخیستلو توان نه لري.

https://p.dw.com/p/13Dtb
د افغانستان په شمال کې ژمی ستونزمن وي.
د افغانستان په شمال کې ژمی ستونزمن وي.انځور: picture-alliance/ dpa

صدرالدین هغه څوک دې چی د مزارشریف ښار د سوند د توکو (د لرګیو او سکرو) بازار ته راغلی، هغه وای:

« یو خروار لرګي چی پخوا د پنځو زرو افغانیو په شاوخوا کی وو اوس ۸ نیم زره افغانیو ته رسیدلي، ژمی دی هوا سړه ده چې په هره بیه وي له اخیستلو پرته یې بله کومه چاره نه لرو.»

دهمدی ښار یو بل تن اوسیدونکی، محمد اسلم، بیا دولت د نرخونو په کنترول کې پاتې او په بې کفایتی یې تورنوي:

« دولت باید بازارکنترول او نرخونه ورکړي، اوس چی د هرچا هر څنګه خوښه وي، توکي په هماغه بیه پلوري داسې کومه اداره نشته چی پوښتنه وکړی.»

خو د سوند موادو په بازار ګې یو دوکاندار د نرخونو د لوړالې په اړه واي:

« د دی لپاره چې سرکونه ویجاړ نشی دولت په موټرو کی د ډیرو لرګیو بارولو اجازه نه ورکوي، مزارشریف ته لرګي له نورو ولایتونو راوړل کیږي د موټر کرایه لوړه او بارپکښی لږ وي نو همدا لامل دی چې هټیوال یې هم په لوړه بیه پلوري.»

نوموړی زیاتوي د دولت لخوا دغه قانون چې په موټرو کې به له حده ډیر توکی نه باریږي له دوو میاشتو راهیسی وضع شوی.

په دې اړه د بلخ ولایت د ښاروالې د مارکیټونو د تنظیم مشر، محمدا جان، وایې چې د خوارکي توکو او د سوند د توکو د نرخونو لوړیدل دوه لاملونه لري، یو دا چې په ناڅاپي توګه هواسړه شوه او زیاتره خلکو د توکو اخیستلو ته مخه کړه او بل لامل یې د دولت لخوا په موټرو کې له حده د ډیروتوکو د بارول منع کول دي.

نوموړی داهم مني چې دولت په بازارونو د کنترول توان نه لري خو هیله مند دی چې دغې ستونزې ته مرکزي دولت جدي پاملرنه و کړي.

له بلې خوا په ناڅاپي توګه د هوا په سړیدو نه یوازی دا چې د لرګیو او زغالو بیه لوړه شوې بلکه د مایع ګاز په نرخونو کې هم لوړوالی راغلی.

که څه هم تیره اونۍ د هیواد د سوداګرې وزارت د مایع ګاز د یو کیلوګرام بیه ۵۵ افغانې وټاکله خو په مزارشریف کی لا تر اوسه هم یو کیلو ګاز په ۸۰ افغانې پلورل کیږي چې بیوزله خلک یې د اخیستلو توان نه لري.

مزارشریف/ عبدالحمید صافی
کتونکې: سید ریاض