مرکه: کریم صالح۱۳۹۷ مرداد ۲۹, دوشنبهد کندز د ولایتي شورا غړي اسدالله سادات، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې طالبانو له دې ولایت څخه د برمته شویو کسانو له ډلې څخه یو شمیر یې د ځايي مشرانو په منځګړیتوب آزاد کړي خو یو شمیر نور لا هم د دې ډلې په بند کې دي. د هغه په خبره برمته شوې کسان بیلابیلو سیمو ته لیږدول شوي او له همدې کبله د یو بل له حاله خبر نه دي.