1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکل اروپايي اتحاديه کي د مهاجرو پر ويش ټینګار وکړ

۱۳۹۶ مهر ۲۳, یکشنبه

د اروپايي اتحاديې د مشرانو تر ناستې د مخه، د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل د شنبې په ورځ د يو ويډيويي پيغام له لارې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې په يونان او ايتاليا کې بند پاتې شوي مهاجر دې د اروپا په نورو برخو کې ځای پرځای شي.

https://p.dw.com/p/2lrSQ
Deutschland Bundestagswahl CDU Merkel PK
انځور: Reuter/K. Pfaffenbach

سربيره پر دې چې د مهاجرت په مسئله کې د اروپايي اتحاديې د غړو تر منځ شديد اختلافات شتون لري، انګلا مرکل يو ځل بيا پر خپل دريځ ټينګار وکړ. د آلمان صدراعظمې روښانه کړه چې بايد مهاجر په عادلانه توګه د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو وويشل شي.

د آلمان صدراعظمې وويل چې د اروپا په نورو برخو کې د هغو مهاجرو د ځاي پرځای کيدو مسئله «له بده مرغه تر اوسه نده حل شوې» کوم چې ايتاليا، يونان او اسپانيې ته رسيدلي دي.

مرکل سربيره پر دې، د مهاجرت بحران سره د مقابلې په برخه کې د لا زياتو اقداماتو د ترسره کولو غوښتونکې شوه. هغې د بيلګې په توګه د اروپايي اتحاديې د بهرنيو سرحدونو د ساتونکی آژانس «فرونتيکس» ځواکمنيدو ته اشاره وکړه. هغې په دې اړه وويل: «موږ دغه راز بايد پر دغې موضوع هم خبرې وکړو چې آيا کارکونکي او بودجه يې زياته کړل شي او که نه»؟

په اروپايي اتحاديه کې د ترکيې د الحاق مسئله

د آلمان صدراعظمې په خپل ويډيويي پيغام کې ترکيې سره د اروپايي اتحاديې د اړيکو پر اهميت هم خبرې کړي دي. هغې په خپل دغه پيغام کې ويلي دي چې د آلمان حکومت د اروپا له کميسيون څخه غوښتي دي تر څو د ترکيې د وضعيت په اړه يو رپوټ چمتو کړي، « ځکه ډیر داسې افراد شتون لري چې زمونږ له نظره، په دغه هيواد کې په تيروتنې بنديان شوي دي، دې نه علاوه مونږ د هغې د سياسي وضعيت د پراختيا په اړه هم ډير انديښن يو».

مرکل ويلي دي تمه نه کيږي چې د اروپايي اتحاديې د مشرانو په غونډه کې دې، په اروپايي اتحاديه کې د ترکيې د الحاق په اړه يو مشخص تصميم ونيول شي. دا په داسې حال کې ده چې دغه مسئله د مهاجرت پر مسئله د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د شوي تړون يوه برخه ده. مرکل په دې اړه وویل: « موږ به په يقين سره هيڅ تصميم ونه نيسو، خو زه ليواله يم چې د خپلو همکارانو نظرونه واورم چې هغوي ترکيې سره پر دوه اړخيزو روابطو څه فکر کوي او مونږ به د بالقوې په توګه د هغې پر اساس څه نتيجه ترلاسه کولای شو».

د اروپايي اتحاديې د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه يا سرمشريزه د پنجشبنې په ورځ په بروکسل کې پيليږي. مرکل او د هغې انتخاباتي سيال مارتين شولڅ دواړو په سپتمبر مياشت کې د خپلو انتخاباتي کمپاينونو پر وخت په يو حيرانونکي اقدام کې د دې غوښتونکي شوي ول چې نور دې په اروپايي اتحاديه کې د ترکيې د الحاق بحث ته د پاي ټکی کيښودل شي.

په خپله د اروپايي اتحاديې کميسيون هم په دغې اتحاديه کې د ترکيې د الحاقيدو راتلونکې په اړه ګډوډ فکر لري. د آلمانۍ مجلې شپيګل د رپوټ په حواله، د اروپايي اتحاديې کميسيون نه غواړي خپل رپوټ تر پسرلي پورې خپور کړي. دغه کميسيون په عين حال کې غواړي پر دې موضوع هم فکر وکړي چې له الحاق څخه د مخه انقرې سره خپلې مرستې څنګه کمې کړي.

هر هيواد اروپايي اتحاديې سره تر الحاق کیدو دمخه، د وضعيت د لا ښه کيدو او خپلو معيارونو د جوړولو په موخه مرستې ترلاسه کوي.

Ah/rsh (dpa)