1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: له جرمني څخه روغ افغانان اخراجیدلای سي

۱۳۹۷ آبان ۲, چهارشنبه

د کار پر سن برابر جوړ مجرد افغانان کیدلای سي افغانستان ته اخراج سي. دغه فیصله د جرمني یوې ایالتي اداري محکمې د یوه افغان پناه غوښتني د پروسې پرمهال وکړه. هغه ته په فدرالي محکمه کي د استیناف اجازه هم ورنه کړل سوه.

https://p.dw.com/p/375A5
Afghanistan Flughafen Kabul Abschiebeflug aus Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/Q. Noori

دعوه په محکمه کي اصلأ یوه افغان کړې وه، چي په ایران کي لوی سوی او د ۲۰۱۵م کال په مني کي جرمني ته راغلی وو. ده دعوه کړې وه، چي باید اخراج نه سي، ځکه چي په افغانستان کي خراب امنیتي او بشري حالت دی له فقر او بدبختۍ سره مخامخ کوي. د هغه په دلایلو کي دا هم راغلي ول، چي د غربي اروپا څخه د یوه اخراج سوي شخص په توگه هلته ورسره سم چلند نه کیږي او خپلوان هم نه لري.

Deutschland Abschiebung abgelehnter Asylbewerber | Flughafen Leipzig-Halle
انځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt

خو په منهایم کي د باډ ویورتنبرگ ایالتي اداري محکمې د ده دا دلیل چي په کابل کي د فقر او بدبختۍ سره مخامخ کیږي، ونه مانه.

که څه هم محکمې اضافه کړه، چي هلته اخراج سوي کسان له سختو شرایطو سره مخامخ کیږي، خو دا معنی هم نه لري چي ټوله هغه افغانان چي د اروپا څخه اخراجیږي په کابل کي دي د دومره خراب حال سره مخامخ سي چي د اروپا د بشري حقوقو د کنوانسیون مطابق غیر انساني رفتار ورسره وسي او یا دي تحقیر سي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 14.01.2017)