1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نوي ګوند اعلان د افغانستان له تحولاتو سره اړه نه لري»

۱۴۰۰ شهریور ۱۲, جمعه

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي د ملي جمهوري غورځنګ په نوم نوی سیاسي ګوند جوړ کړی. د دویچه ویله د اردو څانګې له هغه سره په دې هکله ځانګړې مرکه کړې.

https://p.dw.com/p/3zrhp
Mohsin Dawar, Mitglied der Nationalversammlung Pakistan
انځور: picture-alliance/Zumapress

محسن داوړ د سپتمبر میاشتې په لومړۍ نېټه په پيښور کې د خپل نوي ګوند د جوړیدو اعلان وکړ او ویې ویل چې ملي جمهوري غورځنګ (ان ډي ام) به د سیکولار، ملي او جمهوري نظام د غښتلتیا له پاره کار کوي. دویچه ویله له هغه سره په دې هکله مرکه کړې.

پوښتنه: د یوه نوي ګوند د جوړیدو علت څه دی؟

محسن داوړ: د یوه ګوند د جوړیدو اړتیا ځکه محسوس شوه، چې موږ دا ګڼو چې زموږ په ټوله سیمه کې یوه سیاسي تشه موجوده ده او د دې تشې د پوره کولو له پاره موږ یوه داسې سیاسي غورځنګ یا سیاسي ګوند ته اړتیا لرو چې ځوانانو او ښځو ته ځای ورکړي. زموږ د نفوس تر نیمایي زیاته برخه ځوانان دي. د دې ترڅنګ به موږ د جمهوري بنسټونو له مخې ځینې سیاسي جوړښتونه رامنځ ته کړی شو، ځکه چې ستونزه دا ده چې څومره سیاسي ګوندونه دي هغه د موروثیت ښکار دي او د دې ترڅنګ د پریکړو کولو بهیر د جمهوري لارو نه ترسره کیږي. له دې کبله کله چې د یوه سیاسي ګوند یو څو کسان د مصلحت ښکار شي، نو ټول ګوند د دغه مصلحت ښکار کیږي. او بیا چې څه ډول جي اچ کیو (د پاکستان پوځ مقر) د پاکستان ټول سیاسي نظام ترړولی دی، نو زموږ په آند دولت له دغه وضعیت څخه د خلاصون له پاره موږ یوه سیاسي ګوند ته اړتیا لرو.

پوښتنه: ستاسو له لوري د سیاسي ګوند تر جوړولو وروسته دا ګنګوسي مخ پر زیاتیدو دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) کې درزونه رامنځ ته شوي دي، دا خبره څومره رښتیا ده؟

محسن داوړ: زه دا خبره ځکه سمه نه ګڼم چې کله موږ پي ټي ام جوړاوه، نو زه هغه مهال د عوامي نیشنل ګوند د ځوانانو د څانګې مشر وم. د کوم سیاسي ګوند د جوړیدو له کبله به د پښتون ژغورنې غورځنګ کمزوری نه شي، بلکې دریځ به یې نور هم پیاوړی شي. یعنی یو لوی سیاسي ګوند به یې ملاتړ کوي. دوهمه خبره دا ده چې په پي ټي ام، کې د نورو ډیرو سیاسي ګوندونو غړي شته نو د هغه ملاتړ به له پخوا لا ډیر په شدت سره ادامه ومومي.

پوښتنه: په افغانستان کې د طالبانو د کنترول او ستاسي له لوري د ګوند د جوړیدو تر منځ کومه اړیکه شته؟ ځکه تاسو په یوه داسې وخت کې د ګوند د جوړیدو اعلان کړی دی چې طالبانو د کابل چارې په لاس کې اخیستي دي؟

محسن داوړ: وګورئ د افغانستان مسله ډیره ناڅاپي وه. ظاهري خبره ده، دې چارې په ټوله سیمه خپل اغیز پریښي دی. خو دا زموږ له سیاسي ګوند سره تړاو نه لري. موږ له تیر یو نیم کال راهیسې سلا مشورې کولې. هغه په کرار کرار پوخ والي ته رسیدې او اوس موږ نهایي پړاو ته رسیدلې یوو. هلته چې څه شوي یوازې یو تصادف دی. داسې نه ده چې هلته دا تحولات رامنځ ته شول او موږ د یوه سیاسي ګوند د جوړولو فکر وکړ. خو دا خبره روښانه ده چې هلته چې څه وشول د هغې په هکله دلته ملتپالو ګوندونو هغه نقش ادا نه کړ، کوم چې د افغانستان د مسلې په هکله یې باید کړی وای یا باید څرنګه له افغان ولس سره دریدلي وای او د طالبانو د تسلط مخالفت یې کړی وای.

پوښتنه: د طالبانو له لوري پر افغانستان د کنترول خپلول به پر پښتون ملتپالو ګوندونو څه ډول اغیز ولري؟

محسن داوړ: په پاکستان کې چې څومره ملتپاله ګوندونه دي، یو نه یو ډول ځان له افغانستان سره تړي. کوم څه چې په افغانستان کې وشول، دا یو ډیر ستر تحول دی، دا کومه وړه خبره نه ده. نو خامخا به خپل اغیز پرې باسې، خو د دې تر څنګ مسؤلیت هم دومره زیاتیږي، ځکه چې په دې کړکیچ کې د ملتپاله ګودونو نقش لا ډیریږي. په دغسې وضعیت کې د خلکو د خوندیتوب له پاره د فعاله نقش لوبولو اړتیا رامنځ ته کیږي.

پوښتنه: ایا ملي جمهوري غورځنګ یو پښتون جمهوري غورځنګ دی یا د ټول هیواد په کچه دی؟ که داسې ده نو په دغه ګوند کې د نورو ایالتونو څخه کوم کسان شامل دي او په نورو ایالتونو کې به د دغه ګوند موجودیت څرنګه رامنځ ته کیږي؟

محسن داوړ: ظاهري خبره ده چې دا پښتون ملتپاله ګوند دی، خو په پاکستان کې چې څومره محکوم قومونه دي له هغوی سره به دریږي. په پاکستان کې چې څومره روشنفکره خلک دي، یا د مطلق العنانۍ مخالفت کوي، نو له دوی سره به هم کینو. په پاکستان کې د استثمار سره مخامخ ټولو قومونو پر ستونزو به خبره کیږي او یوه ګډه کړنلاره به هم جوړيږي. اوسمهال زموږ د آرګنایزنګ مرکزي کمیټۍ کې د څلورو ایالاتونو خلک موجود دي، یعنې د څلورو ایالتونو استازولي شته.

مرکه کوونکی: عاطف توقیر