1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

محسن داوړ بیرته آزاد شوی، خو ملګري یې لا هم په بند کې دي

۱۳۹۸ بهمن ۹, چهارشنبه

د پاکستاني پولیسو یوه چارواکي وویل چې محسن داوړ تر نیول کیدو څو ساعتونه وروسته بیرته آزاد شوی دی، خو شاوخوا ۲۰ ملګري یې لا هم په بند کې دي. داوړ او نور ملګري یې د یوې سوله ایزې مظاهرې په ترڅ کې نیول شوي ول.

https://p.dw.com/p/3WxEc
Pakistan | Ali Wazir | Mohsin Dawar | PTM
انځور: Reuters/A. Soomro

د پاکستان د پوليسو يوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د جنوري۲۹مه نیټه) وویل چې د پارلمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ، یې تر نیول کیدو څو ساعته وروسته بیرته آزاد کړی دی. خو شاوخوا ۲۰ تنه نور ملګري يې لا هم د پولیسو په بند کې دي.

محسن داوړ، چې د پاکستان د پارلمان غړی دی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له مخکښو کسانو څخه دی، پرون د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د یوې سوله ایزې مظاهرې په ترڅ کې له ۲۳ نورو ملګرو سره یو ځای د پولیسو له لوری نیول شوی وو. نوموړي د منظور پښتین د نیول کیدو پر ضد په اسلام آباد کې په لاریون لاس پورې کړی وو.

د پولیسو دغه چارواکي همدا راز وویل چې محسن داوړ، د سه شنبې په ورځ ناوخته له زندان څخه بیرته خوشې کړل شوی دی. داوړ تر دې وړاندې هم د پاکستاني پولیسو له لوري زندان ته اچول شوی وو.

د پولیسو دغه چارواکي همدا راز زیاته کړه چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ ۲۳ تنه نور غړي د حکومتي ادارو پر وړاندې پارونې، د عامه نظم د ګډوډولو او له نفرته د ډکو څرګندونو په تور زنداني شوي دي.

د اسلام آباد د پولیسو وياند ضیا باجوا د فرانسې خبري آژانس ته د نیول شوو کسانو په هکله وویل: «ټول ۲۳ نیول شوي کسان به نن محکمې ته وړاندې شي او بیا به وروسته زندان ته انتقال کړل شي.»

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) له ۲۰۱۸م کال راهیسې د پاکستان پر پوځ باندې د پښتنو د هدف ګرځونې له کبله انتقاد او فشارونه راوړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان پولې ته څیرمه په قبایلي سیمو کې د جبري ورکیدو او د پښتنو د هدفي وژنو پر ضد خپل آواز پورته کړی دی.

د دغې ډلې مشر منظور پښتین، د تیرې دوشنبې په ورځ په پیښور کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو چې له کبله یې په ټول پاکستان او د افغانستان په ځينو ولايتونو کې لاریونونه وشول.

(K.H/N.Z(AFP