1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متیس طالبان سولې ته ور وبلل، خو هغوی یې په توغندیو هرکلی وکړ

۱۳۹۶ مهر ۵, چهارشنبه

افغان ولسمشر، د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي په کابل کې وویل چې طالبان د جګړې په ډګر کې بریا نه شي ترلاسه کولای او خبري اتري سولې ته د رسیدو یوازنی لار ده. خو طالبانو د امریکايي چارواکي هرکلی په پنځو توغندیو وکړ.

https://p.dw.com/p/2knh0
Afghanistan Mattis und Stoltenberg bei Ghani PK in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، او د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ، د چهارشنبې په ورځ په یوه نه اعلان شوي سفر کابل ته ورسیدل او له افغان ولسمشر اشرف غني، سره یې یوځای په یوه خبري کنفرانس کې له افغانستان سره خپله ژمنه تازه کړه. د ټولو اړخونو ټینګار دا وو چې طالبان باید په دې خبره پوه شي چې د جګړې په ډګر کې کامیابي نه شي ترلاسه کولای او باید د خبرو اترو میز ته راشي.

ولسمشر غني وویل: «هغه اشخاص او ډلې چې سوله نه غواړي، تاریخ به پرې قضاوت وکړي. دا تر ټولو ښه فرصت دی باید له لاسه یې ور نه کړي.»

خو طالبانو بیا د متیس هرکلی په پنځو توغندیو وکړ. افغانستان ته د امریکایي جنرال تر رسیدو لږ وروسته، د کابل هوایي ډګر ته نزدې پنځه توغندي ولګیدل. طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي دي چې هدف یې د متیس د الوتکې په نخښه کول ول. خو په برید کې یوازې پنځه ملیکان ټپیان شوي دي.

د رسنیو د رپوټونو په حواله داعش هم د دغو توغندیو د توغولو ادعا کړې ده. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې تر پیښې وروسته، د توغندیو د توغونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې هم رامنځ ته شوي دي.

له هغه وروسته چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د افغانستان له پاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه، روښانه شوه چې امریکا به د افغانستان له جګړې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، او دې هیواد ته به اضافي سرتیري واستوي. د ناټو سرمنشي په خپلو خبرو کې روښانه کړه: «زموږ ګډ حضور دلته، د افغانستان خلکو د سولې او ثبات له راوستلو سره زموږ تازه ژمنه ښيي.»

 د ولسمشر غني، متیس او ستولتنبرګ د بحثونو د اجندا په سر کې هم د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او له هغوی سره همکاري کول ول.

د نوې ستراتیژي له مخې به امریکا افغانستان ته اضافي سرتیري هم واستوي. خو ولسمشر غني روښانه کړه چې د امریکایي سرتیرو د شمیر زیاتیدل په دې معنی نه دی چې ناټو له يووار بیا د افغانستان په جګړه کې په مستقیم ډول برخه اخلي. افغان ولسمشر وویل چې اضافه سرتیري به افغان ځواکونو ته مشوره ورکوي او د جګړې رهبري به د افغان امنیتي قواوو په لاس کې وي.

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز میتس، هم د دې خبرې له تایید سره روښانه کړه چې واشنګټن غواړي ځان ډاډه کړي چې افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې له اړین ملاتړه برخمن دي: «ټوله موضوع دا ده چې ډاډه شو چې موږ د جګړې په ډګر کې د هر هغه څه پر وړاندې چې طالبان یې غواړي ستاسو د ځواکونو پر وړاندي وکړي، بر لاسي لرو. موږ به دغه شان یو وضعیت و نه زغمو.»

سیمه ایزه او نړیواله اجماع

متیس کابل ته تر سفر مخکي، په نوي دهلي کې وو، چیري چې یې له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې او دغه هیواد یې په افغانستان کې لا ډیرو همکاريو ته وهڅاوه. ولسمشر غني او امریکايي جنرال د کابل په خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د افغانستان شخړه باید له یوه سیمه ایز اړخه حل شي.

تر دې مخکې ولسمشر ترمپ هم د خپلې ستراتیژې د اعلان پرمهال پر پاکستان باندي سختې نیوکې کړې وې او دغه هیواد یې ترهګرو ته د پټنځایونو په برابرولو تورن کړی وو. د هغه د دفاع وزیر بیا په کابل کې په ډاګه کړه چې اوس واشنګټن غواړي له پاکستان سره خبرې وکړي چې دغه هیواد خپلې لیدلوري ته بدلون وکړي.

هغه زیاته کړه: «د پاکستان په اړه باید ووایم چې موږ به د پاکستان انتخابونه وڅارو، موږ به له دې هیواد سره خبري وکړو. موږ به له افغان حکومت، ناټو او په سویلي اسیا کې له نورو هیوادونو سره په ګډه کار ته دوام ورکړو چې داسې شرایط رامنځ ته کړو چې د هیوادونو یوه ډله رامنځ ته شي چې په ګډه د ترهګرو پر ضد کار وکړي، که هغه طالبان وي، داعش او یا بل هر څوک.»

ولسمشر غني هم یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان ثبات د سیمې د ثبات په معنی دي او پاکستان باید اوس پریکړه وکړي چې په راتلونکې کې د یاغیانو پر وړاندې څه ډول سیاست غوره کوي.