1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده ایالات نور ۲۰۰ سرتیري سعودي عربستان ته لیږي

۱۳۹۸ مهر ۵, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک ایسپر، لا ترمخه اعلان کړی وو چې واشګټن به سعودي عربستان ته عسکر واستوي، خو د هغوی د شمیر په هکله یې څه نه وو ویلي. اوس د دفاع وزارت دغه شمیر په ډاګه کړی دی.

https://p.dw.com/p/3QKMM
Türkei US Soldaten Patriot Flugabwehrsystem
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د سعودي عربستان د نفتو پر تأسیساتو باندې تر بریدونو وروسته متحده ایالات ۲۰۰ اضافي عسکر دغه هیواد ته استوي. پر دې سربیره سعودي عربستان ته دافع هوا سیستم هم لیږدول کیږي چې په کې پیترویت توغندي او څلور راداره شامل دي.

د پینتاګون ویاند جوناتن هوفمن، ویلي دي چې په دې سره به د مهمو «پوځي او ملکي زیربناوو» خوندیتوب غښتلی شي. د دغه ویاند په خبره د اړتیا په صورت کې د ځواکونو شمیر زیاتیدی هم شي.

په سعودي عربستان کې لا ترمخه ۵۰۰ عسکر ځای پر ځای دي. پېنتاګون په دوبي کې د دغو عسکرو د ځای پر ځای کیدو امر کړی وو. تر دې دمخه ایران د عمان په خلیج کې ډیر شمیر تیل وړونکې کښتۍ نیولې وې او یوه امریکایي کشفي بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې وه. په سعودي عربستان کې د ځواکونو ځای پر ځای کول یو مهم ټکی انګیرل کیږي. له ۲۰۰۳م کال راهیسې په رسمي ډول سعودي عربستان ته امریکايي ځواکونه نه وو استول شوي. خو په ټوله کې متحده ایالات په منځني ختیځ کې په زرونو سرتیري لري.

Saudi-Arabien | Nach Angriff auf Ölanlagen in Saudi-Arabien
سعودي عربستان د خپلو نفتو پر تأسیساتو باندې په شوو بریدونو کې د استعمال شوو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پاتې ټوټې نندارې ته وړاندې کړېانځور: Reuters/H. I. Mohammed

د آلمان دریځ څه دی؟

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک ایسپر د تیرې جمعې په ورځ اعلان کړی وو، چې هیواد به یې د خلیج په سیمه کې د خپلو ځواکونو حضور پیاوړی کړي، خو په دې هکله یې کوم جزئیات نه وو په ډاګه کړي.

هغه پر نورو هیوادونو غږ کړی وو چې د سعودي عربستان په محافظت کې ونډه واخلي. د آلمان حکومت تیره اوونۍ سعودي عربستان ته د وسلو پر صادراتو بندیز وغځوه. سعودي عربستان ته د آلمان د وسلو صادارت وروسته له هغې وځنډول شول، چې د سعودي عربستان منتقد خبریال جمال خاشقجي، په استانبول کې د عربستان پر قونسلګرۍ کې ووژل شو.

کابو دوې اوونۍ تر مخه د سعودي عربستان د نفوتو پر دوو تصفیه خانو باندې بریدونو په خلیج سیمه کې ترینګلتیا لا پسې ډیره کړې ده. د امریکا متحده ایالاتو تر څنګ آلمان، فرانسه او بریتانیه هم د دغه هوايي برید له پاره ایران په مستقیمه ډول ګرم ګڼي. خو تهران دغه تورونه ردوي. د یمن حوثي یاغیانو چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. حوثي یاغیان په یمن کې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي، پر وړاندې جنګیږي. له هادي څخه بیا د سعودي عربستان په مشرۍ یو پوځي ائتلاف ملاتړ کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په ۲۰۱۸م کال کې له ایران سره د شوي اتومي تړون څخه په یو اړخیز ډول ووت، چې واشنګټن او نورو شریکانو یې په ۲۰۱۵م کال کې په هکله مذاکرات کړي ول. د دې په بدل کې تهران په تړون کې محدود شوی د یورانیمو غني کولو ته بیرته مخه کړه.

له ایران سره د شوي اتومي تړون اروپایي شریکان تل په دې هڅه کې دي چې دغه تړون وژغوري، چې ایران د هستوي وسلو له جوړولو راګرځوي. امریکا متحده ایالات بیا په دې هڅه کې دی چې ایران تر ډیر فشار لاندې ونیسي څو خپل دریځ بدلولو ته یې مجبوره کړي. د دغه سیاست یوه برخه پر ایران باندي اقتصادي بندیزونه لګول دي.

sr/ms (dpa, afp)