متحده ايالات:په فلادلفیا کي پولیس ویشتل سوي دي
۱۳۹۸ مرداد ۲۴, پنجشنبهټلویزوني تصاویرو ښکاره کړل، چي څنگه یو ویشتونکئ تسلیمیږي، لاسونه یې پورته نیولي او له یوې ودانۍ څخه راوزي. د دې دمخه پولیسو د عملیاتو په ځای کي څو واره کوښښ کړی وو، چي د شکمن ویشتونکي کس سره تماس ونیسي، خو هغه نه تلیفون او نه هم لوډسپیکر ته جواب ورکاوه.
تصاویرو همدارنگه د پولیسو لوی عملیات ښکاره کړل، په کومو کي چي ډیرو پولیسو برخه اخیستې او پکښي سختي مسلح ځانگړي قواوي هم شاملي وې. د « The Philadelphia Inquirer» ورځپاڼي بیا د دوو شکمنو کسانو رپوټ ورکړی ؤ. ویل کیږي، چي ویشتل سوي پولیس روغتونونو ته استول سوي او صحي حالت یې ډیر خراب نه دی.
شکمن ویشتونکئ د فلادلفیا د نیکټون ښار په یوه اپارتمان کي پټ سوی او په اصطلاح مورچل یې نیولی ؤ. د دغه اپارتمان یوې اوسیدونکې ټلویزوني چینل 6ABC ته ویلي ول، چي دې حداقل سل فیرونه اوریدلي دي. د ویشتونکي کس انگیزه تر اوسه پوري معلومه نده.
د پولیسو د قومندان په حواله اصلأ هغوی دلته د مخدره موادو د کار وبار په خاطر عملیات پیل کړي ول، چي په ترځ کي یې فیرونه پر وسول.
ترمپ د گولف له کلب څخه حالات څارل
سپني ماڼۍ په دې منځ کي خبر ورکړی دی، چي جمهوررييس دونالد ترمپ ته د واقعې څخه اطلاع ورکړل سوې وه او هغه هم پيښه تعقیبوله. ترمپ دغه اوونئ د نیوجرسي ایالت په خپل گولف کلب کي تیروي.
اوسنۍ پيښي یو وار بیا د امريکا په متحده ايالاتو کي د وسلو د انتقال او خرڅلاو د قانون د سختیدو بحثونه تاوده کړل. همدا د دې میاشتي په سر کي په دغه هیواد کي دوې نوري دغه ډول واقعې رامنځته سوي وې او ډیر انسانان پکښي په قتل رسیدلي وه.
د تکزاس په ایل پاسو کي پر تبعیضي انگیزې ولاړي یوې حملې کي یوه ۲۱ کلن امریکايي ۲۲ انسانان ویشتلي وه. تر هغه لږ راوروسته د اوهایو ایالت په دایتون ښار کي یوه بل ۲۴ کلن کس، نهه انسانان وژلي ول.
زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:(30.10.2018 )