1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده ايالات: د عمان له طريقه مو ايران ته پیغام نه دی استولی

۱۳۹۸ تیر ۱, شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت، ایران حکومت ته د پیغام استولو خبر تکذيب کړ. رويټرز خبري آژانس يو رپوټ خپور کړی وو چې دونالد ترمپ د عمان له طريقه ايراني چارواکو ته يو مهم ليک استولی دی.

https://p.dw.com/p/3KsY4
Logo USA Außenministerium State Department
انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزرات وياندې، مورګان اورتاګوس وويل چې متحده ايالتونو د عمان له طريقه ايراني مشرانو ته هيڅ پيغام نه دی استولی. هغې وويل دغه خبر ناسم او د «ايران حکومت د تبليغاتو یوه برخه» ده.

ميرمن اورتاګوس د جمعې په ماښام (د ۲۰۱۹م کال د جون ۲۱مه) سربيره پر دې چې د عمان له طريقه ايران ته د هر ډول پيغام استولو خبر رد کړ، زياته کړه چې واشنګتن د دې انتظار لري تر څو «تهران ديپلوماسي ته د ديپلوماسي په ژبه ځواب ورکړي.«

د ايسنا د رپوټ له مخې، تر دې مخکې د الجزيرې خبري شبکې، د ايران د ملي امنيت د عالي شورا د يوه غړي په حواله ويلي وو چې تهران ته د ترمپ د پيغام استولو خبر او په نژدې راتلونکې کې پر ايران باندې د حملې په تړاو خبرداری صحت نه لري.

خو رويټرز خبري آژانس يوه ورځ مخکي په پنجشنبه (د ۲۰۱۹ کال د جون ۲۰مه نېټه) د ايراني چارواکو له قوله ليکلي وو چې امريکا متحده ايالاتو د مسقط له طریقه تهران ته يو مهم ليک استولی دی.

دغه خبر يو ساعت وروسته د ايراني چارواکو له خوا تکذيب شو. له دې سره په ايراني رسنيو کې د دغه ليک پر محتوا باندې بحثونه ترسره شول.

يو شميرو ويل چې ترمپ دعمان له طريقه په استولي پيغام کې ايران ګواښلی دی، په داسې حال کې چې يو شمیر نورو بيا برعکس ويل چې ترمپ ايران ته ډاډ ورکړی چې پر دغه هيواد د حملې قصد نه لري.

وروسته له هغې چې د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه د ايران د سپاه پاسداران له خوا رانسکوره شوه، د ايران او امريکا ترمنځ مناسبات نور هم جنجالي شوي دي.

سپاه پاسدارن د امريکا د پوځ «ګلوبل هاوک» يوه بې پیلوټه الوتکه د پنجشنبې ورځ په سهار (جون ۲۰مه) په فارس خليج کې رانسکوره شوه.

په سيمه کې د امريکا د پوځي قومندانۍ مرکز (سنتکام) ويلي وو چې دغه الوتکه په داسې وخت کې ويشتل شوې چې د هرمز په تنګي يې پرواز کاوه او د ايران هوايي حريم ته نه وه دننه شوې. خو تهران ويلي چې الوتکه د دوي په هوايي حريم کې هدف وګرځول شوه.