1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«متحده ايالات او مکسيکو پر بشري حقونو تيری کوي»

۱۳۹۶ خرداد ۲۵, پنجشنبه

د بشري حقونو نړيوال سازمان امنسټي انټرنېشنل پر امريکا او مکسيکو د بشري حقونو د تر پښو لاندي کولو تور لګولی. په دې ترڅ کي د سفر بنديز، د ماشومانو توقيف او د پناه غوښتنې د پروسې پر نشته والي نيوکي سوي دي.

https://p.dw.com/p/2ejg3
Logo Amnesty International

د بخښني نړيوال سازمان په خپل نوي رپوټ کي د کډوالو په تړاو د امريکا د متحده ايالاتو پر سختو قوانينو نيوکي کړي دي. د دغه رپوټ په وينا دغه سخت قوانين د دې لامل کيږي چي زيات مهاجر انساني قاچاق وړونکو ته مراجعه وکړي او د تاوتريخوالي قرباني سي.

د ياد رپوټ له مخي د امريکا د متحده ايالاتو د سختو قوانينو له کبله زيات شمېر مهاجر خپل ژوند له لاسه ورکوي. زياته سوې چي د ۲۰۱۶ کال د نوامبر او د ۲۰۱۷ کال د اپريل تر منځ ۷۱ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا د تیر کال همدې مودې په منځ کې د وژل شویو کسانو  په شمیر کي ۲۸ زیاتوالی ښيي.
 

امنسټي انټرنېشنل په خپل رپوت کي د امريکا د متحده ايالاتو د چارواکو پر هغه عمل هم نيوکي کړي چي د راپور له مخي پناه غوښتونکي په جزوي توګه په مياشتو مياشتو پر پوله په پرتو توقيف ځايونو کي ساتي. په دغه رپوټ کي راغلي چي داسي هم پېښه سوې چي ماشومان او اطفال لرونکي کورنۍ تر ۶۰۰ ورځو څخه زيات وخت په توقيفي مراکزو کي بند ساتل سوي دي.

رپوټ ویلي دي چي دمګړی په دغو توقيفي مراکزو کي د ۳۴ زرو انسانانو د ساتلو ځای سته او دا چي ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چي توقيفي ځايونه دوه چنده زيات کړي.

«له کرکي ډک بيانونه»

په آلمان کي د امنسټي سازمان د شمالي او مرکزي امريکا کارپوهه مايا ليبينګ، وايي چي د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا رامنځ ته سوی د پولو سخت قوانين د بشري حقونو د نړيوالو معيارونو ضد کار دی.

ليبينګ له ولسمشر ترمپ څخه غوښتنه وکړه چي «د مهاجرو او پناه غوښتونکو پر وړاندي خپل د کرکي ډکو بيانونو څخه لاس واخلي او د مهاجرو حقونه وپېژني.»

دونالد ټرمپ د ولسمشر کيدو څخه وروسته تر ټولو لومړی کار دا کړی وو چي د مکسيکو سره پر پوله د ۳۲۰۰ کلومتره اوږد ديوال د جوړولو امر ورکړي.

د امنسټي انټرنېشنل يا د بخښني د نړيوال سازمان په دغه تازه رپوټ کي په مکسيکو کي هم د بشري حقونو د تر پښو لاندي کېدو ذکر سوی دی. په رپوټ کي راغلي چي د مکسيکو سرحدي چارواکو په تيرو کلونو کي ۱۴۴ زره مهاجر بېرته خپلو هيوادونو ته اخراج کړي دي.

ويل سوي چي د ياد شمېر اخراج سوو مهاجرو څخه ۹۷ فيصدو يې د اېل سلوادور، هندوراس او ګويتمالا هيوادونو سره تړاو درلود. د امنسټي په وينا دا هغه هيوادونو دي له کومو څخه چي انسانان په لوړ شمېر د تاوتريخوالي له کبله تښتي او کوښښ کوي چي ځانونه مکسيکو ته او بيا د امريکا متحده ايالاتو ته ورسوي.

مايا ليبينګ پر مکسيکو تور لګوي چي مکسيکو د دې پر ځای چي له مرکزي افريقا څخه د تښتېدونکو پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي، د مهاجرو د نيولو، د هغوی د اخراج او د خپلو پولو په لا ټينګولو تمرکز کوي.