1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارتین شولڅ: اردوغان ته پر ګونډو کېدلو ته چمتو نه يم

۱۳۹۶ شهریور ۲۵, شنبه

مارتين شولڅ وايي چي د اړتيا په صورت کي له ترکيې سره د مهاجرو د تړون د لغوه کولو طرفدار دی. د آلمان د سوسيال ډيموکراټ ګوند دغه سياستوال او د ټاکنو مخکښ کانديد له دویچه ویله سره په مرکه کې پر خپلو سیاستونو غږیدلی دی.

https://p.dw.com/p/2k6pu
Deutschland wählt DW Interview mit Martin Schulz
انځور: DW/R. Oberhammer

مارتين شولڅ په آلمان کي د پارلماني ټاکنو څخه اته ورځي مخکې د دويچه وېله سره په مرکه کي پر ترکي ولسمشر رجب طيپ اردوغان سختي نيوکي وکړې. نوموړي د دویچه ویله د مسئول مديري اينس پول او د ژورنالیست جعفر عبدالکريم پوښتنو ته جوابونه وويل. د لومړي وزارت له پاره د سوسيال ډيموکراټ ګوند دغه کانديد او د اروپا د پارلمان پخواني رئيس دغه مرکه د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۱۶مه نېټه) ورکړه.

مارتین شولڅ: د اردوغان مخې ته به په ګونډو نه شم

مارتين شولڅ د ژورنالستانو پر ادرس وويل چي په ترکيه کي د بشري حقونو وضعه ډېره خرابه ده. هغه زياته کړه: «که تاسو د يو راپور جوړولو له پاره سبا ترکيې ته ولاړ سئ، نو زه تاسو ته تضمين نه سم کولای چي زندان ته به نه اچول کيږئ.»

د سوسيال ډيموکراټ ګوند رئيس شولڅ، وويل چي دمګړی د ولسمشر اردوغان سره خبري کول زيات منطق نه لري. شولڅ تر مخه څو ځلي ويلي ول چي د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ به د هغو خبرو اترو د ختمولو له پاره هڅه وکړي چي په ياده اتحاديه کي د ترکيې د ممکنه غړيتوب له پاره تر سره کيږي.

شولڅ وويل چي د اړتيا په صورت کي حتی دې ته چمتو دی چي د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د مهاجرو پر تړون عمل ودرول سي. شولڅ وويل: «زه به په هيڅ صورت کي اردوغان ته په ګونډو نه سم. څوک بايد چا ته د بلېک مېل یا تهديد کولو اجازه ورنه کړي.»
د کډوالۍ په تړاو اروپايي قانون
د آلمان لومړي وزارت ته کانديد شولڅ وويل چي که لومړی وزير سي نو به د اروپايي اتحاديې د هغو غړو هيوادونو سره په ښکاره او مستقيمي جدي خبري وکړي چي د مهاجرو منلو ته چمتو نه دي. شولڅ د هنګري هيواد ته د اروپايي اتحاديې له بوديجې څخه د ورکول کېدونکو مرستو د کمولو ګواښ هم کوي، که دغه هيواد د مهاجرو د منلو په ترڅ کي خپل مکلفيتونه ونه مني.

شولڅ وويل چي د دې غوښتونکی دی چي په اروپا کي د مهاجرو د منلو له پاره د استحقاق او د هيوادونو له خوا د ځانګړي شمېر مهاجرو د منلو د مکلفيت اروپايي قانون رامنځ ته سي. هغه زیاته کړه چي البته په دې ترڅ کي بايد د پناه غوښتنې قانون پر ځای پاته سي.

مارتين شولڅ روښانه کړه چي اروپا ته د مهاجرو د بهير د درولو په ترڅ کي د هغو افريقايي هيوادونو سره همکاري هم ممکنه ده چي ډيموکراټيک نظامونه نه لري. د هغه په وينا البته دغه همکاري بايد د نړيوالو سازمانونو تر څار او کنټرول لاندي تر سره سي.

مېرکل صرف د شتو مدريت کوی

د ټاکنو څخه صرف څو ورځي مخکي تر سره سوي نظر پوښتني ښيي چي مارټين شولڅ د خپلي سيالي کانديدي او د مسيحي ډيموکراټ ګوند رئيسي انګلا مېرکل څخه ډېر شاته پاته سوی دی. خو شولڅ غواړي چي مخ په وړاندي مبارزه وکړي.

شولڅ پر مېرکل نيوکي کوي او وايي: «انګلا مېرکل صرف د شته څيزونو مدريت کوي.» هغه وويل چي ولس ته بايد دا هم روښانه کړل سي چي دغه هيواد پر کوم لور روان دی، او نه دا چي صرف په دې کفايت وسي چي وويل سي چي دغه يو ښه هيواد دی.
«ما به يوه تلويزيوني وينا کړې وای»
مارتين شولڅ په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجرو د بحران په تړاو پر مېرکل نيوکي وکړې. هغه وويل چي مېرکل په دې کي پاته راغله چي پر وخت د آلمان ولس ته خپله کړنلاره او د دغې کړنلارې منطق تشريح کړي.

Deutschland wählt DW Interview mit Martin Schulz
شولڅ له دویچه ویله سره په مرکه کې پر اردوغان باندې سختې نیوکې وکړې.انځور: DW/R. Oberhammer

هغه وويل، که دی د مېرکل پر ځای وای نو به يې ولس ته يوه تلويزيوني وينا کړې وای: «ما به په دغه وينا کي خلکو ته ويلي وای چي په راتلونکو کالونو کي به زموږ ګامونه کوم وي.»
شولڅ پر سياستوالو تنقيد وکړ چي د دې زړورتوب نه لري چي ولس ته ووايي چي په ژر ژر تغير موندونکې نړۍ کي شيان تغير خوري او پر ځای نه پاته کيږي.

د نظرپوښتنو پايلي

له مارتين شولڅ څخه د مرکې پر وخت پوښتنه وسوه چي وروستۍ نظر پوښتني هغه په سيالۍ کي ډېر شاته بولي، ايا دغه پايلي هغه نه دی مايوسه کړی؟ مارتين شولڅ په جواب کي وويل: «زه ځان په رښتيا ډېر ښه احساسوم. بخښنه غواړم، زه بايد تاسو مايوسه کړم. زه يو دننی توازن لرم چي ماته وايي: نظر پوښتني نظر پوښتنې دي او د سپتامبر ۲۴مه به ولس پرېکړه کوي. هغه وخت به بيا ګورو چي څه کيږي.»

له مارتين شولڅ څخه وپوښتل سوه چي فرض که دی په يو ټاپو کي يوازي وي نو له سيالو ګوندونو څخه به کوم سياستوال د خپل ځان سره په دغه ټاپو کي ملګری وټاکي. بېله دې چي شولڅ ډېر فکر ورباندي وکړي د هغه جواب د زرغون ګوند رئيس «جيم اوزديمير» وو. شولڅ زياته کړه: «زه هغه تر ټولو ډېر پېژنم چي زما سره د اروپا په پارلمان کي غړی وو. هغه ډېر ښه سړی دی.»