1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م:اروپاته د پناه وړونکو افغانانو په اړه اندېښمن يو

۱۳۸۹ دی ۲۸, سه‌شنبه

په کډوالو چارو کي د ملگرو ملتونو کمشنري UNHCR استازي وايي چي د هغو ناقانونه افغان پناه وړونکو په اړه اندېښمن يو چي اروپايي هيوادونو ته روان دي.

https://p.dw.com/p/Qt8G
په يونان کي د افغاني مهاجرو يوه ډله
په يونان کي د افغاني مهاجرو يوه ډلهانځور: DW/Ahang

د يو ان اچ سي آر استازي وروسته تر هغه دغه انديښنه څرګندوي چي تيره ورځ يو ځل بيا په افغانانو بار يوه بيړۍ د يونان د کوفو ټاپو په اړوندو اوبو کي ډوبه سوه.

په دغه بيړۍ کي تقريباً پينځه څلويښت کسه سپاره ول چي له ډوبيدو وروسته يې نيمايي ژغورل سوي او پاته نور يې تري تم دي.

په کابل کي د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ وياند نادر فرهاد وايي چي دغه افغان پناه غوښتونکي د لاري په اوږدو کي له بيلا بيلو ستونزو سره مخامخ کيږي چي ځيني يې هدف ته له رسيدو دمخه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

« يو شمير دغه کسان د ښي راتلونکي د جوړولو لپاره پر خطرناکو لارو اروپا ته د تلو تکل کوي، پرته له دي چي وګوري له کومو ستونزو سره مخامخ کيږي».

فرهاد وايي چي اوس بايد دا څرګنده سي چي ايا ايټاليا ته د ژغورل سوو افغانانو د تيښتي دلايل د منلو وړ وو که څنګه، که چيري هغوی په موجه دلايلو دغه لاره غوره کړي وي نو بايد ورته کډوالي ورکړل سي.

په همدي حال کي د کار او ټولنيزو چارو وزارت بهر ته د افغان وګړو د تيښتي يو لامل په ملک کي دننه بې ساري اوزګارتيا په ګوتو کوي.

خو ددغه وزات نطاق فريد رايد وايي چي اروپايي ملکونو ته ډيري افغانان په خپله خوښه هم خطرناکي لاري غوره کوي.

« موږ چي کله پر هغو مهاجرينو خبري کوو چي د اوزګارتيا له کبله د يوې مړۍ ډودۍ د تر لاسه کولو لپاره بهر ته ځي هغه افغانان يادوو چي يا ايران، يا پاکستان او يا هم عربي ملکونو ته ځي او اروپايي ملکونو ته هم افغانان د ښه ژوند د جوړولو لپاره د تلو تکل کوي».

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چي په تيرو پينځو تر لسو کلونو کي يونان اروپا ته د ناقانونه کډوالو د تيريدو په يوه پل بدل سوی دی.

او له ۲۰۱۰ کال را پدي خوا د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو شاوخوا نيم ميلون وګړي دغه هيواد ته رسيدلي او هلته په پنډغالو کي پراته دي تر څو اروپايي ملکونو ته خپل د ښه ژوند د جوړولو خوب پوره کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل