1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: په ۷ مياشتو کې ۲۱۷ زره افغانان بېځايه شوي دي

۱۳۹۸ مرداد ۲۵, جمعه

د ملګرو ملتونو سازمان ويلي دي چې روان کال په افغانستان کې د جګړو له امله په سلونه زره کسان، چې ډیری ېې ماشومان دي، خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي. دغه سازمان وايي، له همدې کبله افغانستان ډيرو بشري مرستو ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/3O0YU
Afghanistan Flüchtlinge in Helmand und Kabul
آرشيفانځور: DW/H. Sirat

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د پنجشنبې په ورځ وويل چې، د روان ۲۰۱۹م کال په لومړيو ۷ مياشتو کې ۲۱۷ زره افغانان د جګړو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د دغې ادارې د رپوټ په حواله، د دغو ټولو بېځايه شوو کسانو ۵۸ سلنه ماشومان، چې له ۱۸ کلونو ښکته عمرونه لري، تشکيلوي.

د جګړو او ناامنيو ترڅنګ، طبيعي آفتونه هم په افغانستان کې د داخلي بېځايه کيدو يو لامل ګڼل کيږي. د بيلګې په توګه د تيرکال تاريخي وچکالۍ له امله شاوخوا ۲۴۵ زره کسان خپلو کورونو پريښودو ته اړ شول. له دغې ډلې ۱۰۰ زره يې لا تر اوسه هم بيرته نه دي ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې له خوا په خپره شوې اعلامېه کې راغلي چې دغه سازمان «اټکل کوي چې د روان کال تر پايه پورې به شاوخوا يو ميليون بيځايه شوي وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتيا ولري.»

په افغانستان کې د څلورو لسيزو راهيسې په مختلفو نومونو جګړې ادامه لري. دغو جګړو په مختلفو دورو کې په ميليونو افغانان له هيواده بهر مهاجرتونو ته مجبور کړل.

د افغان مهاجرو بيرته ستنيدل

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې د جنوري او جولای میاشتو په منځ کې ۲۷۰ زره کسان له ايران او ۱۶۷۰۰ تنه نور له پاکستان څخه بيرته ستانه شوي دي. ايران حاضردمه له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګريوان دی.

تمه ده چې امريکا متحده ايالات او طالبان په ګډه داسې يو هوکړه ليک لاسليک کړي چې په هغه کې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو وتل په نظر کې نيول شوي وي. په دې ترتيب لا هم په بالقوې ډول د بيځايه کيدو او شخړو د ډيريدو احتمال شتون لري.

Me, af (AFP), mks , nz