۱۴ افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جگړه کې وژل شوي
۱۳۹۹ مهر ۱, سهشنبهد فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د یکشنبې په شپه ناوخته طالب جنگیالیو د افغانستان په سویلي ولایت ارزگان کې د افغان ځواکونو په څو مرکزونو بریدونه کړي دي. د چارواکو په حواله تر ټولو سخته جگړه په گیزاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د ارزگان ولایت ویاند زړگی عبادي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې تر ټولو سخته جگړه د گیزاب په ولسوالې کې رامنځته شوې ده. افغان امنیتي ځواکونو له څو پوستو څخه پر شا تگ (عقب نشیني) کړې.
دغه تاوتریخوالی په داسې یو وخت کې رامنځته کیږي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي.
دغه مذاکرات چې د امریکا له خوا یې ملاتړ کیږي تمه ده چې د افغانستان ۱۹ کلنې جگړې ته د پای ټکې کیږي. په دغه جگړه کې په لسگونو زره انسانان مړه او په میلیونونو نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول.
د فبرورۍ په میاشت کې طالبانو د امریکا له حکومت سره یوه موافقتنامه لاسلیک کړه چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تدریجې وتلو ته زمينه مساعدوي. خو اوس هم په دوامداره توگه پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه او چاودنې کیږي او هره ورځ په لسگونو کسان وژل کیږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله په تیرو اونیو کې په کابل کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې ۹۸ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳۰ تنه نورو ټپیان شوي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص