1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

لوگر: د طالبانو ډله ايز يرغل پوليسو ته سخته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۷ خرداد ۹, چهارشنبه

د لوگر ولايت د پوليسو پر يوه مرکز د وسله والو طالبانو په ډله ایز يرغل کې چې ډيرو ځانمرگو پکښې برخه اخيستې وه، ۶ پوليس وژل شوي او دولس نور ټپيان دي. په ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2yZcU
Afghanistan Polizei Kontrollen in Logar
انځور: picture-alliance/abaca

د لوگر ولايت مقام وياند خالد صافي، وويل چې په پل عالم کې د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۸ م کال د می۳۰ نيټه) د پوليسو پر مرکز په يرغل کې د دغه مرکز مشر او د ترافيکو مشر هم په وژل شوو پوليسو کي دي.

د لوگر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه پور احمد زي وويل په دې بريد کې دولس کسان ټپيان شوي هم دي چې اته یې ملکيان او ۴ پوليس دي. هغه زياتې کړې ده چې په ټپيانو کې دوه کوچنيان هم شامل دي.

ويل شوي دي چې يرغل د پوليسو دې مرکز ته څيرمه په چاوديدونکو توکو د بار موټر په انفجار سره پيل شو. احمد زي وويل چې وروسته بيا دريو ځانمرگو بريد گرو د پوليسو د مرکز ودانۍ ته د ننوتو هڅه وکړه. ده زياته کړه چې ټول بريد گر په لسو دقيقو کې امنيتي ځواکونو ووژل.

زياته شوې چې د موټر بم بريد په نتیجه کې شا و خوا کوورنه سخت زيانمن شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، د بريد پړه منلې ده. طالبانو په اپريل مياشت کې د پسرلنيو عملیاتو د پيل تر اعلان وروسته پر افغان امنيتي ځواکونو خپلو بريدونو ته زور ور کړی دی.