1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له یونان څخه ترکیې ته بیا مهاجر استول کیږي

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۳۰, دوشنبه

تر دوو اونیو وروسته د لومړي ځل له پاره له یونان څخه مهاجر بیرته د ترکیې بندري ښار دیکیلي ته استول کیږي. ویل شوي دي چې د دوشنبې په ورځ ښایي ۱۵۰ مهاجر واستول شي.

https://p.dw.com/p/1IXUZ
انځور: Jodi Hilton

د اتینا ۹۸۴، په نوم یونانۍ راډیو د رپوټ له مخې د دوشنبې په سهار په میتیلیني، کې ۴۵ پاکستاني مهاجر په یوه ترکي کښتۍ کې کینول شوي دي. په پام کې ده چې دغه کسان د ورځې په اوږدو کې د ترکیې بندري ښار دیکیلي ته واستول شي.

د رپوټ له مخې د دوشنبې په ورځ ترکیې ته د ټول ټال د ۱۵۰ مهاجرو بیرته استول پلان شوي دي. د مهاجرو د بیرته استولو پر ضد د احتجاج په توگه فعالانو د سمندر څنډې ته ورودانگل، څو د کښتۍ د تگ مخه ونیسي.

د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د مهاجرو په هکله د تړون له نافذیدو راهیسې، هر هغه مهاجر چې د مارچ میاشتې له شلمې نېټې څخه وروسته یونان ته راځي، بیرته ترکیې ته استول کیږي. خو تر دې دمخه هغوی د دې اجازه لري چې د پناه غوښتنه وکړي.

د یونان په لیسبوس ټاپو کې د مهاجرو د ثبتیدو په لومړني مرکز کې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د عالي کمیسارۍ په وینا کابو ټولو کسانو د پناه غوښتنه کړې ده. خو د هغوی د دوسیو تر ارزولو وروسته چې کوم مهاجر رد شي هغوی بیرته ترکیې ته استول کیږي. خو د پوره پرسونل نه شتون دغه بهیر له ځنډ سره مخامخ کړی دی.

د اپریل میاشتې له څلورمې نېټې څخه تر اوسه ۳۰۰ مهاجر د یونان له ټاپوگانو څخه ترکیې ته استول شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب