1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ښوونځي څخه محرومو نجونو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۹, پنجشنبه

په بامیان کې زیاتره هغه نجونې چې له ښوونځي څخه محرومې شوې، د وزګارتیا، فقر او بیکارۍ له کبله غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده. له هغه وخت راهيسي چې طالبان بيا واک ته رسېدلي دي، د نجونو د ثانوي دورې ښوونځي تړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4BYSH
Wirtschaft I Herstellung von Teppichen in Afghanistan
انځور: Hector Retamal/AFP

خديجه د یوولسم ټولګۍ زده کوونکې وه او اوس له زده کړو محرومه شوې ده. اوس دا ۱۶ کلنه نجلۍ د بامیان په یوه لرې پرته سېمه کې په غالۍ اوبدلو بوخته ده. هغه له خپلو دريو خویندو او ورور سره د کور د لګښت برابرولو مسؤلیت لري.

خديجه وايي: «له هغه وخته چې طالبان راغلل، وزګارتیا زیاته شوه. موږ یې هم له ښوونځي څخه محرومې کړو. وزګارتیا وه او بوختیا مو هم نه لرله. اړې شوو چې غالۍ اوبدلو ته مخه کړو.»

د خدیجې پلار د تېر حکومت په وخت کې په یوې دولتي ادارې کې کار کاوه او له همدې لارې یې د خپلي اووه کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کول. هغه هم د طالبانو له خوا له کاره شړل شوی او خپله عدایداتي منبع یې له لاسه ورکړې ده.

خديجه له خپلې مشرې خور سره چې په دوولسم ټولګۍ کې یې زده کړې کولې د اقتصادي ستونزو له امله غالۍ اوبدنه کوي. دوه ورونه یې هم د ورځې تر نیمایي پورې ښوونځي ته ځي او وروسته پاتې ورځ له ځپلو خویندې سره د غاليو په اوبدلو کې مرسته کوي.

د کورنۍ اقتصادي ستونزې د خدیجې د زده کړې د دوام هیله کمرنګه کړې نه ده : «زه هلیه لرم چې د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانیستل شي او د ښوونځي پاتې دوه کاله هم ووایم.»

په تېرو شلو کلونو کې په بامیان ولایت کې ماشومانو او تنکي ځوانانو په مخ کښ ډول ښوونځي کې ګډون درلود چې تر نیمایي شمېر یې نجونې وې.

په بامیان کې د غالۍ اوبدلو د یوه شرکت مسؤل عبدالجبار دویچه ویله ته وویل چې زیاتره هغه کسان چې تازه یې غالۍ اوبدلو ته مخه کړې هغه نجونې دي چې له ښوونځي څخه محرومې شوې دي. د هغه په وینا، د طالبانو حکومت تر راتګ وروسته ۹۰ سلنه هغه کسان چې غالۍ اوبدل يې پرې ایښي ول، بېرته دې حرفې ته مخه کړې ده. هغه وایي چې ټول وسایل او امکانات د شرکتونو دي او کورنۍ د هر متر غالۍ اوبدلو په بدل کې له ۲۲۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

د غاليو اوبدلو شرکتونه خام مواد له ایران او پاکستان څخه واردوي. د عبدالجبار په وینا، د خامو موادو کمښت، د پروسس او رنګ مرکزونو نه شتون، د دوی جدي ستونزي دي.

بامیان ولایت شاوخوا ۷۰۰ زره نفوس لري چې تر ۸۰ سلنه ډېره برخه يې په کرنې او مالدارۍ بوخت دي. هغه شمېر کسان چې په موسساتو او دولتي ادارو کې په کار بوخت ول، وزګار شوي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د بامیان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیر روح الله حسیني دویچه ویله ته وویل، وروسته له دې چې طالبان قدرت ته ورسېدل، د غالۍ اوبدونکو شمېر ۴۰ سلنه زیات شوی دی. هغه زیاته کړه: «په تېرو کلونو کې د ۶ زرو بیا تر ۷ زرو کسانو پورې په غالۍ اوبدنه بوخت وو او له هغه وخته چې طالبان راغلي د خلکو مینه له غالۍ اوبدلو سره زیاته شوې ده او د دوی شمېر له ۱۴ تر ۱۵ زرو ته رسېدلی دی.

یوازي بامیان  ولایت نه دی چې زیاتره خلک یې غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده، بلکي د افغانستان په کچه د اقتصادي ستونزو او بیکارۍ له وجهې دغه صنعت ته مخه شوې ده.

د صنعت ګرانو او د غاليو صادرونکو د ټولنې مشر نور احمد نوري وایي چې تېر یوه کال کې د غاليو تولیدات او صادرات ۲۵ سلنه زیات شوي دي. د هغه په وینا، د افغانستان د غالۍ صادرات ۹۵ سلنه د پاکستان له لاري نړیوالو بازارونو ته وړاندې کېږي.

زموږ له آرشیف څخه: