1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د ستنیدو په اړه اندیښنې

۱۳۹۶ بهمن ۲۵, چهارشنبه

پاکستان غواړي په سلګونو زره افغان مهاجر له خپلې خاورې څخه وباسي. ملګري ملتونه اوس له پاکستان څخه د شاوخوا ۷۰۰ زره افغان مهاجرو احتمالي بیرته ستنیدو ته تیاری نیسي.

https://p.dw.com/p/2seR6
Pakistan Afghanische Flüchtlinge wollen zurück in die Heimat
انځور: Afghanisches Konsulat Peshawar

ملګري ملتونه یو وار بیا په روان ۲۰۱۸م کال کې له پاکستان څخه په ډیره لوړه کچه خپل جګړه ځپلي هیواد ته د افغان مهاجرو بیرته ستنیدو انديښمن کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ (یوناما) مرستیال توبي لانسر د سه شنبې په ورځ (د فبروري میاشتې۱۳مه نیټه) د آلمان خبري آژانس ته وویل چې ملګرو ملتونو په روان کال کې د بیرته ستنیدونکو مهاجرو له پاره د چمتوالي کچه له ۳۰۰ زرو څخه ۷۰۰ زرو ته لوړه کړې ده.

په ۲۰۱۶م کال کې په نړیواله کچه د انتقادونو سربیره په نړۍ کې د مهاجرت د لوی څپې په ترڅ کې شاوخوا یو ملیونه افغانان قسماً په اجباري توګه خپل هیواد ته واستول شول. دا په داسې حال کې ده چې تندلاري طالبان د افغانستان شاوخوا ۱۳ سلنه خاوره تر خپل کنترول لاندې لري او اوس د ۳۰ سلنې د نيولو له پاره جنګیږي.

افغانستان او نړیوالې ټولنې په هغه وخت کې د دغو په سلګونو زرو مهاجرو د بیرته ستنیدنې له پاره امادګي نه درلوده. په سلګونو زرو افغان مهاجرو په ډیرو ناوړه شرایطو کې په کمپونو کې ژوند کاوه. د مهاجرو د راستنیدنې یوه بله څپه به د داخلي بی ځایه کیدونکو د شمیر د لوړیدو سبب شي. مرسته رسونکي دغه ډله کسان تر ټولو ډیر اغیزمن شوي افغانان بولي.

په ۲۰۱۶م کال کې ۶۶۰ زره انسانان د جګړو له امله بی کوره شول. په ۲۰۱۷م کال کې یو وار بیا ۴۵۰ زره تنه نور پر دې شمیر اضافه شول. لانسر ویلي دي چې په دې اړه لا پخوا د مرستندویانو، بشري او پرمختیایې سازمانونو او د امریکا متحده ایالاتو له سفارت سره ملاقاتونه شوي دي. امریکا متحده ایالات له افغانستان سره یو له لویو مرسته کونکو هیوادونو څخه دی.

له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د ډله ایزې ستنیدنې په اړه د انديښنې دليل تر تولو په لومړي قدم کې له افغانستان او امریکا سره د پاکستان په شدید ډول خراب شوي اړيکي دي. دوی په پاکستان تور لګوي چې د طالبانو ملاتړ کوي او په دې توګه یې په افغانستان کې د بیارغونې هڅې کمزورې کړي دي.

امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کې پر پاکستان تر یو میلیارد ډالرو زیاتې پوځي مرستې بندې کړې. سربیره پر دې د نوي عیسوي کال په لومړۍ ورځ د ترمپ یو تویت پر پاکستان ډیره سخته اغیزه وکړه. ترمپ د جنورۍ د لومړۍ نیټې سحر وختي په خپل تویتر کې ولیکل: «امریکا متحده ایالاتو په تیرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول تر ۳۳ میلیارده ډالرو ډیرې پيسې پاکستان ته ورکړې او دوی پرته له دروغ او فریب څخه مونږ ته هیڅ نه دي راکړي او فکر یې کړی دی چې زموږ رهبران احمقان دي.»

تر دې لږ وروسته پاکستان په نا اټکل شوي ډول پریکړه وکړه چې په خپل هیواد کې د افغان مهاجرو د اقامې موده یوازې د یوې میاشتې له پاره غځوي، چې وروسته بیا دغه موده د مارچ میاشتې تر پایه پورې وغځول شوه.

په ۲۰۱۶م کال کې هم په ډیره لوړه کچه له پاکستان څخه د افغان مهاجرو په بیرته ستنیدنه کې د پاکستان د سیمه ایزو چارواکو له خوا د افغان مهاجرو زورول کیدو رول درلود. په اسلام آباد کې د لویدیځ یوه سیاستوال ویلي دي چې وروسته له ۲۰۱۶م کال څخه په تیرو اونیو کې د لومړي ځل له پاره، یو وار بیا دا ډول چلن لیدل کیږي.

په ۸۰ او ۹۰ مو لسیزو کې په افغانستان کې د شدیدې کورنۍ جګړې له امله په میلیونونو افغانان پاکستان ته مهاجر شول. په اوس وخت کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه افغانان د مهاجر په توګه په رسمي ډول په پاکستان کې ثبت او راجستر شوی دي او تر ۲۰۰ زرو نور بیا په نا راجستر شوي ډول د افغانستان په دې ګاونډي هیواد کې ژوند کوي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوت: