1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر ته د څو عربي هیوادونو شرطونه

۱۳۹۶ تیر ۲, جمعه

د قطر ګاونډیو هیوادونو د ترینګلتیاو د له منځه وړلو له پاره د الجزیرې شبکې د تړلو او له ایران سره د اړیکو د شلولو غوښتنې کړي. هغوی څو نورې غوښتنې هم لري چې د ترکې د پوځي اډې تړل هم پکې شامل دي.

https://p.dw.com/p/2fGYd
Katar - Doha Skyline
انځور: Imago

د قطر ګاونډیو هیوادونو له دغه هيواد سره د ترینګلتیاو د له منځه وړلو له پاره د الجزیرې شبکې د تړلو او له ایران سره د اړیکو د شلولو غوښتني کړي. دغه هیوادونه څو نوري غوښتنې هم لري چې د ترکې د پوځي اډې تړل هم پکې شامل دي.

له هغه وروسته چې له قطر سره د ګاونډیو هیوادونو اړیکې خرابې شوې، سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو او مصر له دوحې سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وشلولې. د دې له پاره چې اړیکې یووار بیا عادي شي دغو هیوادونو ځینې غوښتنې مطرح کړې دي.

کویټ چې د قطر او نورو هیوادونو تر منځ یې د منځګړي نقش غوره کړی دی، د قطري چارواکو ته د کړکیچ د پای ته رسولو په موخه د ۱۳ غوښتنو نوملړ وړاندي کړی دی.

له ایران سره د دیپلوماتیکو اړیکو ختمول، د الجزیرې تلویزیوني شبکې بندول او د ترکیې د پوځي اډې تړل په دغو غوښتنو کې شاملي دي. د دغو غوښتنو د پوره کولو له پاره قطر ته لس ورځي مهلت ورکړل شوی دی.

له ترکیې سره د ناټو د یوه غړي په توګه د هر ډول پوځي همکاریو درول او د تاوان ورکړه هم په شرطونو کې دي. لا تر اوسه پورې د تاوان اندازه نه ده روښانه شوې.

سعودي عربستان او متحدین یې پر قطر باندي د ترهګرو د ملاتړ تور لګوي. هغو هیوادونو چې له قطر سره یې خپلې دیپلوماتیکې اړیکې بندې کړې دي، دوحې ته اجازه نه ورکوي چي له هوایي حریمه يې کار واخلي.

د فارس خلیج حوزې عربي هیوادونه همداراز غواړي چې قطر د اخوان المسلمین، حزب الله، القاعدې او نورو ډلو سره چې له ترهگري ډلي داعش سره تړاو لري خپل اړیکې وشلوي.

د رپوټونو پر اساس قطر لا تر اوسه پورې دغو غوښتنو ته رسمي ځواب نه دی ورکړی، خو دې هیواد تر دې مخکې دغه شان غوښتنې په کلکه رد کړې وې. د الجزیرې شبکې تړل یو له هغو شرطونو څخه دی چې قطر تر دې مخکې رد کړی وو.

قطر بیا ویلي دي چې د اړیکو د عادي کیدو له پاره د هر ډول خبرو اترو لومړی شرط پر دوی باندې د لګیدلو بندیزونو لیري کیدل دي.

زیاته شوې ده چې د قطر ګاونډیو هیوادونو له دوحې څخه غوښتي دي چې د عربستان، اماراتو، بحرین او مصر هیوادونو وګړو ته خپل تابیعت ور نه کړي او دغه ډول کسان اخراج کړي. دغه څلور هیوادونه اندیښنه لري چې قطر غواړي په دې سره د هغوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.