1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

له سگريټو لاس اخيستل مو له کومو ناروغيو ساتي؟

۱۳۹۷ خرداد ۸, سه‌شنبه

په سگريټو د اخته کس له پاره ډيره گرانه ده چي لاس ترې واخلي او ډيرې پرې بيرته اخته کيږي. خو له سگريټو لاس اخيستل مو له ډيرو ناروغيو ساتي.

https://p.dw.com/p/2yVOr
Symbolbild - Die letzte Zigarette
انځور: picture-alliance/dpa

سگريټ د کابو يو پر پنځمه برخه سرطاني ناروغيو مستقيم لامل دي. همد راز د زړه ناروغي، لوړ فشار، فلج او د سږو ډيري ناروغۍ له سگريټو سره تړاو لري. څوک چې سگريټ څکوي او يا یې څکولی وي، په روماتیزم چې د بندونو يوه ناروغي ده، د اخته خطر یې ډير زيات وي.

همدا ده چې سگريټ څکوونکي له هغو چې سگريټ نه څکوي په اوسط ډول لس کاله لږ عمر لري.

پر روغتيا د سگريټ اغېزې

د آلمان د سرطاني ناروغيو د څيړنې د مرکز په حواله د سگريټ پريښودو په دريمه ورځ د تنفسي لارو فعالیت مثبت تغير کوي. همدا راز په يوه اوونۍ کې د سړي فشار را کميږي.

له سگريټو څخه په لاس اخيستو سره د نهو مياشتو په موده کې ټوخی، د پزې بندیدل او ساه لنډي له منځه ځي. سږي وار په وار پاکيږي او په ميکروب د اخته کيدو خطر یې کميږي.

تر سگريټ پريښودو دوه کاله وورسته د زړه د ناروغيو خطر د کابو هغه تن په اندازه کيږي چې هيڅکله یې سگريت نه وي څکولي. همدا راز پنځه کاله وورسته یې د خولې، وريو، مرۍ او مثانې په سرطان د اخته کيدو خطر بيخې نيمايي کيږي.

Symbolbild Schlaganfall Herzinfarkt
سگريت د زړه پر ناروغيو د اخته کيدو خطر څو چنده لوړويانځور: Colourbox/E. Wodicka

د سږو پر سرطان یې اغيزې

کله چې يو چا لس کاله د مخه له سگريټو لاس اخيستی وي، په سرطان د اخته کيدو خطر یې د هغه په مقابل کې چې سگريټ څکولو ته یې ادامه ورکړې وي، نيمايي کيږي. د مثال په توگه که يو چا ۴۰ کاله سگريټ څکولي وي او پنځه کاله تر مخه یې پريښي وي نو اوس هم په سرطان اخته کيدای شي خو د ډاکترانو په حواله یې په سرطان د اخته کيدو خطر پسې لوړيږي نه.

همدا راز د مرۍ او کولمو د سرطان خطر هم ورسره کميږي.

پر عمر باندي یې اغيز

د آلمان د سرطاني ناروغيو د څيړنې مرکز د اټکلونو پر اساس په ورځ کې تر لسو زيات سگريت څکل په اوسط ډول د نارينه وو عمر ۹،۴ کاله او د ښځو ۷،۳ سلنه راکموي. همدا زار د ورځي تر لسو د لږو سگريټو څکول هم په دواړو کې د ژوند موده کابو پنځه کاله کموي.

تر ټولو بدتر هغه دی چې وزن یې زيات وي، ډير سگريت کاروي، ډير الکهول هم ورسره څښي او ډيره سره خوښه خوري. دا تن د يوه داسې تن په مقابل کې چې صحي ژوند کوي، ښايي ۱۷ کاله کم عمر ولري. په ښځو کې دا ۱۳،۵ کاله دي.

Symbolbild Waage Gewicht
د سگريتو څخه لاس اخيستل د وزن د زياتوالي لامل کيږيانځور: Colourbox/Erwin Wodicka

د وزن له ډيرښته ويره

د څيړنو په حواله له هرو پنځوو څخه څلور تنه د سگريټ پريښودو په لومړيو دوو کالونو کې په اوسط ډول کابو څلور نيم کيلو وزن زياتوي. ښځې بيا د نارينه وو په پرتله ډيري چاغيږي.

تر سگريت پريښودو لس کاله وروسته هم دا کسان تر نورو څلور يا پنځه کيلو زيات وزن لري. خو له بله پلوه په دومره موده کې هغه چې هيڅکله یې سگريت نه وي څکلې هم همدومره وزن زياتوي.

له سگريټو تر لاس اخيستو وروسته د وزن د زياتيدو علت د ميتابولزم يا غذا په انرژۍ د بدليدو د پروسې سستوالی دی. همدا راز د سگريتو تر پريښودو وروسته د پام د غلطولو له پاره سړی خوراک ته مخه کوي چې دا هم په وزن کې د زیاتوالي باعث کيږي.

د سويس څيړونکو څو کاله پخوا د نورو ممکنه علتونو څخه هم خبره وکړه. د هغوی په حواله د سگريټو تر پريښودو وروسته د غټو کلمو فلورا بدلون مومي او هغه بکترياوې زياتيږي چې د چاغو کسانو په کلمو کې ډيرې وي.  

AFP (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: