1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو

۱۳۹۷ دی ۲۱, جمعه

یوه امریکایي پوځي چارواکي ویلي دي چې له سوریې څخه يې د ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی دی خو د دقیقو شمیرو په اړه یې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3BNzG
Syrien Hasakeh Provinz SDF & US Marine Corps Kolonne
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

تر هغه وروسته چې ولسمشر ترمپ له سوریې څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو اعلان وکړي، په واشنګټن او د امریکا په پوځي کړیو کې داسې بحثونه تاوده شول چې ښايي امریکا دغه کار ترسره نه کړي او د ولسمشر د پریکړې د عملي کیدو د ځنډیدو خبرې کیدې.

خو اوس د امریکا متحده ایالاتو په مشرتوب په سوريه کې د داعش ترهګرې ډلې ضد ایتلاف ویاند سین راین، ویلي دي چې له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی دی.

په بغداد کې میشت دغه چارواکي اسوشیتد پرس خبري آژانس ته په یوه استول شوې بیانیه کې ویلي دي: «د عملیاتي امنیت په اړه د اندیښنو له کبله موږ د دقیق وخت، موقعیتونو او سرتیرو د خوځښتونو په اړه معلومات نه ورکوو.»

تر اوسه پوري لا په دې اړه دقیق معلومات په لاس کې نه شته، او دا هم روښانه نه ده چې څومره پوځي وسایط او ځواکونه له سوریې څخه وتلي دي.

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې له سوريې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د پنجشنبې په شپه پیل شوی دی. د دې سازمان په حواله د لسو زغروالو موټرو او یو شمیر لاریو کاروان د سوریې په شمال ختیځ کې د الرمیلان له ښار څخه وتلي او عراق ته رسیدلي دي.

له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر په داسې حال کې پیلیږي چې ترکیې پر کردي ځواکونو باندې د بریدونو ګواښ کړی دی. کردان په سوريه کې د داعش پر ضد جګړه کې د امریکا متحد دي.

اوس په سوريه کې د امریکا متحده ایالاتو نژدې ۲۰۰۰ ځواکونه مېشته دي. ترمپ د تیر کال په دسمبر میاشت کې د تویتر له لارې اعلان وکړ چې په سوريه کې داعش ماتې خوړلې او له همدې کبله یې له دې هیواد څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پریکړه کړې ده.

د ترمپ پر دغه اعلان ځينو امریکایي سیاستوالو او پوځیانو نیوکې کړي دي او آن د دفاع پخوانی وزیر جیمز متیس، په دې برخه کې د اختلافاتو له کبله له دندې استعفأ وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بالتون، ویلي ول، چې تر هغه وخته پورې چې په سیمه کې اسلامي دولت ماتې نه وې خوړلې او کردان نه وي خوندي شوي، نو امریکایي ځواکونه به د سوریې له شمال ختیځې سیمې څخه و نه وځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، هم سیمې ته د خپل سفر پر مهال کردانو ته ډاډ ورکړ چې هغوی به په امن کې وي.

امریکايي ځواکونه له ۲۰۱۴م کال راهیسې په سوريه کې دي. په دې کال کې د ځانګړو ځواکونو لومړۍ ډله سوریې ته ورسیده چې د داعش پر ضد جګړه کې کردي جنګیالیو ته مشورې ورکړي.