1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

له رواني ناروغيو څرنگه ځان ساتلی شو؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۱, پنجشنبه

د رواني روغتيا په اړه ټول بحثونه پر رواني ناروغيو متمرکز وي، خو يوازې د رواني ناروغتيا د علايمو نه شتون د رواني روغتيا په معنا نه دی. دلته له رواني ناروغيو د ځان ژغورنې يو څو عملي او پر شواهدو ولاړې لاري در پيژنو.

https://p.dw.com/p/3PRqW
Symbolbild Depression
انځور: picture alliance/empics/D. Lipinski

د بريتانيا د رواني روغتيا له موسسې څخه کرس او سوليوان وايي: «رواني روغتيا داده چې موږ له دې سره د هوساينې احساس ولرو چې موږ څوک يوو، چېرته يوو او په دې نړۍ کې مو ځای څه دی.»

نوموړی زياتوي دا مهمه ده چې انسانان تل خپلې رواني روغتيا ته پاملرنه وکړي. ډېر داسې شواهد موجود دي چې د انسان ښه رواني حالت له ښې فزيکي روغتيا او هغه تماسونو سره تړاو لري چې موږ یې له نورو سره لرو.

دلته يو څو داسې عملي لارو ته اشاره شوې چې په خپل ورځني ژوند کې یې د رواني روغتيا له پاره بايد په پام کې ونيسو. خو که چېري څوک په ژوره رواني ناروغۍ اخته شوی وي نو دا مشورې به ورته ښايي گټورې نه وي.  

فعال اوسئ

ستاسې ذهن يا روان په يوه بدن پورې تړلی دی. ليدل شوي چې د حرکت له وجې زموږ په مغزو کې داسې کيمياوي مواد خارجيږي چې له وجې یې موږ ځان ښه احساسوو. حرکت د ښه خوب باعث گرځي، ويره او فشار له منځه وړي، حافظه او ځېرکتيا ښه کوي او آن د دې بالقوه معنا دا ده چې سړی ټوله ورځ ښه احساس او ښې تجربې ولري.

اوسليوان له دويچه ویله سره په مرکه کې وويل: «د رواني ناروغيو، خفگان او ویرې په درملنه او وقایې دواړو کې د ورزش نقش په ډېرو قوي شواهدو سره ثابت شوی دی.»

خو «فعال اوسېدل» په تخنيکي توگه يوازې د ځغاستې او يا کار په معنا نه دی. دا داسې فعاليتونه هم کیدای شي چې د سړي د زړه ضربان تیزوي لکه باغداري، د کور پاکول او يا تر کاره پر باېسکل تلل.

څېړنو ښوولې ده چې د دې کارونو مثبتې اغیزې هغه وخت نورې هم زياتيږي چې سړی یې په څنگ کې يو څه يا شديد ورزش وکړي.

سالم خوراک

د څېړنو يوه لويه برخه د صحي خوړو توصيه کوي، داسې متوازن خواړه چې تازه ميوه او سابه پکښې شامل وي او لږ پروسس شوي وي. خوراک او يا د خوراک کمښت د انسان د مغزو د حجرو پر جوړښت اغیز لري، په ځانگړي توگه د مغزو پر هغه برخه چې د انسان د مزاج په تنظيمولو کې ونډه لري.

په يوه تازه څېړنه کې د ناسالمو خوړو او مزاج د خرابيدو ترمنځ اړيکه موندل شوې ده. په دې څېړنه کې موندل شوي چې پر سبزيجاتو مشتمل او التهاب ضد خواړه د ديپریشن يا ژور خفگان مخه نيسي.

د اوسوليوان په خبره صحي خواړه دا معنا هم لري چې سړی بايد د الکهولي مشروباتو د څښکلو په برخه کې هم محتاط اوسي. هغه وايي: «د شرابو د اندازې څارنه او کنترول تر ټولو مهم دی. د ځان وژنې ډېرې پېښې د الکهولو له کارولو سره تړاو لري.»

ښه خوب

په داسې حال کې چې دا لا په دقيقه توگه روښانه نه ده چې انسان په څومره موده کې په مستقيم ډول له بې خوبې مري، د يوې امريکايي لیسې يو شاگر يو وخت ۱۱ ورځې او ۲۵ دقيقې ويښ پاتې شوی وو. موږ ټول په دې پوهيږو چې ناکافي خوب مو ناروغوي او مرگ ته مو نزدې کوي.

څېړنو ښوولې ده چې د خوب کمښت زموږ پر مزاج، تمرکز او آن احساساتي ځيرکتيا منفي اغیز کوي. اوسوليوان وايي: «په عمومي توگه موږ هومره خوب نه کوو چې بايد و یې کړو.» هغه زياتوي: «خو موږ پوهیږو چې خوب له رواني روغتيا سره ډېره ژوره اړيکه لري.»

نوموړی زياتوي دا چې پنځه يا اته ساعته خوب کافي دی، په فرد پورې اړه لري خو کارپوهان توصيه کوي چې سړی بايد ښه او پوره خوب وکړي.

ټولنیزې اړيکي

زياتره انسانان له نورو سره اړيکو او تماس ته ليوال وي. په دې هکله شواهد موجود دي چې له خلکو سره تماس او ټولنیزې اړيکې زموږ د روغتيا له پاره همدومره اړينې دي لکه خواړه، حرکت او خوب. خو د بريتانيا د رواني روغتيا له موسسې څخه کرس اوسوليوان وايي چې د تماس پر بې شميره ايجاداتو سربیره هم «يوازيتوب زموږ د عصر يوه ستونزه ده.»

نوموړی هغې څيړنې ته په اشارې سره چې پکښې پر مرگ د ټولنیزو اړیکو د نشتوالي اغیزې د سگريتو د څکولو له خطرونو سره مقايسه شوې وې، وويل «يوازيتوب د روغتيا له پاره تر سگريت څکولو هم بد دی.»

دغه کارپوه زياتوي چې ټولنیزي اړيکې او د دې موقع لرل چې سړی له يو چا سره د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړي، ډېرې مهمې دي، نه يوازې د هغو له پاره چې په رواني ناروغۍ اخته وي، بلکې د ټولو له پاره.

BS/NZ (Charli Shield)