1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

له جرمني اخراج سوي مهاجر کابل ته ورسېدل

۱۳۹۷ تیر ۱۳, چهارشنبه

کابل ته له جرمني څخه د اخراج سوو مهاجرو يوه بله ډله هم ورسېدله. دا لومړی وار دی چي په يوه پرواز کي په زياته اندازه مهاجر اخراجيږي.

https://p.dw.com/p/30mVG
Afghanistan aus Deutschland angeschobene Flüchtlinge in Kabul
انځور: Sirat

د کابل په هوايي ډکر کي د مهاجرو چارو د موسسو افغان او بهرنيو کارکوونکو ويلي دي چي د چهارشبنې په سهار ور رسېدلي الوتکي کي تر ۵۰ زيات مهاجر سپاره ول چي ټول له جرمني څخه اخراج سوي دي. دغي الوتکي د مونشن له هوايي ډگره د سه شنبې په ماښام پرواز کړی وو.

دا لومړی وار دی چي د جرمني مرکزي او د ایالتونو حکومتونه په يوه پرواز کي په ډله ايزه توگه تر ۵۰ زيات افغان مهاجر جنگي ځپلي هيواد افغانستان ته اخراجوي. تر دې مخکي په اکثرو پروازونو کي تر ۲۰ زيات مهاجر نه ول اخراج سوي.

تر اوسه پوري له جرمني څخه کابل ته په الوتکو کي تر ۲۸۰ زيات هغه افغان مهاجر چي په جرمني کي يې د پناه غوښتنه رد سوې ده، اخراج سوي دي.

تر دغه پرواز يوه ورځ کي د جرمني د بايرن ایالت د مهاجرو شورا يوه غړي ويلي ول چي کيدای سي د دغو اخراج سوو مهاجرو زياته برخه د دوی له ايالت څخه وي.

دغه افغان مهاجر کيدای سي په هغو درو کټگوريو کي وي چي د جرمني مرکزي او د ايالتونو حکومتونو د اخراج د دليل په توگه ټاکلي دي.

په ۲۰۱۷م کال کي په کابل کي د جرمني سفارت مخي ته تر چاودني وروسته حکومت پريکړه وکړه چي افغانستان ته به يوازي هغه مهاجر بيرته لېږل کيږي چي جرم يې کړی وی، جرمني ته خطر وي او هغه کسان چي د خپل هويت په ښوولو کي له اړوندو ادارو سره مرسته نه کوي.

خو د افغانستان خراب امنيتي وضعيت ته په کتو سره له جرمني څخه د افغان مهاجرو د بيرته اخراج موضوع اوس هم ډيره جنجالي ده.

د پوځي معلوماتو له مخي وسله وال طالبان د افغانستان پر ۱۴ سلنه خاوره باندي کنترول لري او د ۳۰ سلني نوري د نيولو پر سر جنگيږي.

زموږ له ارشيف څخه: