1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ترکيې څخه يونان ته د مهاجرتونو نوې لار

۱۳۹۷ خرداد ۸, سه‌شنبه

د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د مهاجرت پر موضوع د شوي تړون سره سره، لا هم له ترکيې څخه يونان ته د غيرقانوني مهاجرتونو لړۍ ادامه لري. يوازې په تيرو دوو مياشتو کې ۴۶۰۰ مهاجر د اوروس سيند له لارې يونان ته رسيدلي دي.

https://p.dw.com/p/2yUlO
Türkische Küstenwache rettet 68 Geflüchtete aus dem Mittelmeer
د آرشيف انځورانځور: picture alliance/abaca/C. Oksuz

د می مياشتې په يوه شپه، ځوان مهاجر بې غږ او ږوغه، خو په چټکۍ سره د يونان د بايثون کليو د اورګاډو له پټليو او سيندي سرحد څخه اوړي او ځانونه يونان ته رسوي. دغه ځوانان چې ډيرو يې نازک جمپرونه اغوستي، له ځانه سره يوازې يو کوچنی د شا بيک ليږدوي. دوی ډيره بيړه لري، او نه غواړي له چا سره خبرې وکړې.

يوازې په دوو وروستيو مياشتو (اپريل او می) کې۴۶۰۰ تنه مهاجر له ترکيې څخه د ارورس سيند له لارې يونان ته رسيدلي دي.

تازه مهاجر آلمان خوښوي

عبدالعلي او سليمان چې ډير ستړي ښکاري د يونان پر لور خپل سفر ته ادامه ورکوي. دوی چې شاوخوا ۳۰کلن ښکاري، د عراق له شمال څخه راغلي دي. دوی وايي: «موږ بې اندازې وږي او تږي شوي يوو.»

دوی سهار وختي د اوروس سيند له ساحلونو څخه خپل مزل پيل کړی دی. عبدالعلي او سليمان تر دې يوه شپه مخکې په يوه بادي کښتۍ کې د سيند له خطرناکې لارې يونان لور ته اوښتي دي. دوی وايي: «موږ څلور ورځې په ځنګله کې د تپو په منځ کې انتظار وښکه».

په دې منځ کې قاچاقبرانو د هغوی له پاره يوه بادي کښتۍ تياره او هغوی يې د يونان پر لور وليږدول. علي او خالد وايي چې د ترکيې امنيتي ځواکونو دوی ونه ليدل. دغه دواړه کردي مهاجر غواړي چې آلمان ته ولاړ شي.

Flüchtlinge auf der Landroute Türkei-Griechenland
مهاجر د اوروس سيند ته څيرمه د يونان پر لور د سفر پر مهال انځور: Reuters/A. Konstantinidis

ډير مهاجر نيول شوي

د اوروس سيند چې په ترکيه کې ورته ميريچ وايي، د يونان او ترکيې تر منځ نژدې ۲۰۰ کيلومتره واټن لري. يونان په ۲۰۱۲م کال کې په دغې سرحدي سيمه کې د ۱۲کيلومترو په اوږد يو اغزن ديوال ودراوه، خو د سيند د سرحدونو کنترول په ټوله کې ستونزمن کار دی.

په اپريل مياشت کې د هغو مهاجرو شمير چې په اوروس سيند کې امنيتي ځواکونو نيولي دي، آن ۳۹۸۶ تنو ته لوړ شوی دی. يوه مياشت مخکې تر دې د نيول شويو کسان شمير يوازې ۱۶۵۸ تنو ته رسيد. په می مياشت کې د نيول شويو مهاجرو شمير يو ځل بيا ښکته شوی دی.

د روانې مياشتې په لمړنيو دوو اوونيو کې د ۶۶۰ تنو مهاجرو د نيولو خبر ورکړل شوی وو، خو ښايي اصلي ارقام تر دې هم لوړ وي، ځکه ډيری دغه مهاجر نه راجستر کيږي.

نورې نوې لارې

خو په عين وخت کې په سيمه کې د انساني قاچاقبرانو له خوا د مهاجر د ليږد بهير په ډيري چټکۍ سره ادامه لري. قاچاقبران ډير مهاجر د آدرياتيک سمندر له لاري ايتاليا ته استوي او يا يې هم د بالکان له نورو فرعي لارو، لکه البانيا، بوسنيا، بلغاريا او رومانيا څخه، مرکزي اروپا ته ليږدوي. د بالکان اصلي لارې د مهاجرو پر مخ تړلي شوي دي.

د يونان پوليس په پرله پسې توګه په خپله خاوره کې د غيرقانوني مهاجرو پر مخفي ځايونو باندي د عملياتونو خبر ورکوي. قاچاقبران تر ډيره مهاجر په دغه ډول مخفي ځايونو کې د يرغملانو په توګه ساتي تر څو يې د هغو له کورنيو پيسې ترلاسه کړي وي.

دغه قاچاقبران غيرقانوني مهاجر تر ډيره په باروړنکو لاريو او ميني بسونو کې په پټه ليږدوي، چي پوليس ئې بيا نيسي.

د آتن حکومت په وار وار شکايتونه کړي دي چې د اوروس اوبو سرحد، د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د ۲۰۱۶م کال د تړون برخه نه ده. د دغه تړون پر اساس هغه مهاجر چې د آژه سمندرګي له لارې يونان ته رسيږي او د پناه غوښتنه يې رد کيږي، بيرته ترکيې ته استول کيږي.

خو دغه تړون د اوروس سيمې له پاره د اعتبار وړ نه دی. له همدې امله آتن داسې ګومان کوي چې ترکيې يونان ته د مهاجرو د مخنيوي په برخه کې ډيره علاقه مندي نه لري.

د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: