1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایران سره به د اټومي پروګرام د څار تړون وشي

۱۳۹۱ خرداد ۲, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژي د ادارې مشر یوکیا امانو، د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې ډیر ژر به له ایران سره داسې یو تړون لاسلیک کړي چې له مخې به ئې څارونکو ته ایران ته د ورتگ اجازه ورکړل شي. هغه دغه تړون یو پرمختگ ګڼلی دﺉ.

https://p.dw.com/p/14zyg
انځور: dapd

یوکیا امانو د سه شنبې په ورځ وویل چې د ملگرو ملتونو د اټومي انرژۍ اداره به ډیر ژر له ایران سره داسې یو تړون لاسلیک کړي چې له مخې به ئې د ملگرو ملتونو څارونکو ته اجازه ورکړل شي چې د ایران له اټومې پروگرام څخه لیدنه وکړي.

د ملگرو ملتونو د اټومي انرژي د ادارې مشر ویلي دي: «پریکړه وشوه چې یو تړون جوړ او ورباندې موافقه وشي... زه کولای شم ووایم چې دغه تړون به ژر لاسلیک شي.»

یوکیا امانو دا خبرې له تهران څخه تر ستنیدو وروسته وکړې. هغه په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او د دغه هیواد د اټومي انرژۍ له مذاکره کوونکي سره ولیدل.

د هغه تړون له مخې چې د لاسلیکدو وعده ئې ورکړل شوي ده د ملګرو ملتونو څارونکو ته اجازه ورکړل کیږي چې تهران ته نزدې د پراچین له پوځي اډې څخه هم لیدنه وکړي. یو شمیر غربي هیوادونه په دې اند دي چې ایران په دغه ځای کې د اټومي وسلو د جوړولو هڅې کوي.

امانو ویلي دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ورته ویلي دي چې د دواړو اړخونو تر منځ د نظر اختلاف به د تړون د لاسلیکدو مخه و نه نیسي. هغه وویل: «اوس موږ د یو بل موقف په ښه ډول درکوو.»

ایران وایي چې اټومي پروگرام ئې سوله ييز هدفونه لري، خو اسرائیل، امریکا او یو شمیر نور غربي هیوادونه په دې اند دي چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه کې دئ. د ملگرو ملتونو د اټومي انرژي په ادارې کې د متحده ایالاتو استازي روبیرت وود، په ویانا کې خبریالانو ته وویل: « موږ د ملگرو ملتونو د اټومي انرژۍ د ادارې د هڅو هر کلی کوو، خو په عین وخت کې د ایران د اټومي پروگرام په اړه اندیښنه لرو او له دغه هیواد څخه غواړو چې په بشپړه توگه همکاري وکړي.»

په همدې حال کې د متحده ایالاتو سنا د ایران د نفتو د دوو شرکتونو پر وړاندې نوي تحریمونه تصویب کړي دي. امانو د بغداد له غونډې څخه یوازې یوه ورځ مخکې د نوې تړون د لاسلیکدو د امکان د شتون اعلان کړی دئ. په بغداد کې به ایران له روسیې، متحده ایالاتو، چین، بریتانیې، فرانسې او المان سره د خپل اټومې پروگرام په اړه خبرې اترې وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم