1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د بهرنیو سرتیرو د اخراج اړه د امریکایي استخباراتو خبرداری

۱۴۰۰ فروردین ۷, شنبه

امریکایي استخباراتو خبرداری ورکړی چې د بیړني وتو په صورت کې ښايي طالبان بیا واک ترلاسه کړي. آیا د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې به د افغان ښکېلو غاړو ترمنځ هوکړه وشي؟

https://p.dw.com/p/3rH9X
US Soldaten in Afghanistan Archiv 2011
انځور: Reuters

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د استخباراتي ادارو د مالوماتو پر بنسټ رپوټ ورکړی چې که د افغان جګړې ښکېلو غاړو ترمنځ توافق ونه شي ښايي طالبان بیا واک ته ورسیږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له دغه رپوټ یوه ورځ وروسته افغان حکومت هم اندېښنه څرګنده کړه چې که بین الافغاني خبرو کې تر هوکړې وړاندې بهرني ځواکونه ووځي کورنۍ جګړې به پيل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ ۲۷مه) په کابل کې خبري غونډې ته وویل: «سولې ته تر رسېدو پرته د بهرنیو ځواکونو خروج د داخلي جنګونو باعث ګرځي.»

دغه جګپوړی افغان چارواکی وايي، ټول اړخونه سوله غواړي، خو طالبان په جګړه ټینګار کوي.

یوه افغان شنونکي سید باقر محسني دویچه ویله ته وویل، تر ۲۰۲۰ میلادي کال وړاندې طالبان یوه چریکي ډله وه، خو په دې وروستیو کې یې خپلې جنګي جبهې منظمې کړي. هغه وايي: «طالبانو خپل صفوف منظم کړي، خو هڅه یې دا ده چې د دوحې توافق عملي شي او د نظامي جایګاه ترڅنګ خپله سیاسي جایګاه هم وساتي.»

 نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د دغه هیواد استخباراتو د جوبایډن ادارې ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د واک پر سر تر یوې ټولیزې هوکړې وړاندې د سرتیرو اېستل به د دې لامل شي، چې طالبان د افغانستان پر یوه لویه برخه واکمن شي.

Afghanistan US-Truppen
انځور: picture-alliance/Getty Images/T. Watkins

د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي: «که امریکایي سرتیري افغانستان کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د واک پر سر تر سیاسي جوړجاړي مخکې ووځي، طالبان کولای شي چې له دوو تر درېيو کلونو، د افغانستان پر ډیره برخه کنترول پیدا کړي، لاهم په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو حضور ته جدي اړتیا لیدل کیږي».

رپوټ زیاتوي چې امریکایي پوځي چارواکي هم تر مې میاشتې له افغانستانه د ځواکونو اېستل ناشوني بولي. د امریکايي چارواکو پروینا، له افغانستانه په بیړه وتل به د القاعده او داعش په څیر ډلو ته د بیا منظم کېدو زمینه برابره کړي.

د طالبانو خبرداری

ها خوا طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د امریکا ولسمشر جوبایډن څرګندونو ته غبرګون ښودلی. دې ډلې په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د ځواکونو د اېستلو په برخه کې باید د دوحې هوکړه لیک پلی شي، کنه دوی به پر بهرنیو ځواکونو بیا خپل برېدونه پيل کړي.

په اعلامیه کې راغلي: «په هغه صورت کې به اسلامي امارت د افغان مسلمان، میړني او مجاهد ملت په استازولۍ اړ وي چې د خپل دین او هیواد څخه دفاع وکړي، د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې جهاد او مسلحې مبارزې ته دوام ورکړي او خپل هیواد آزاد کړي.» 

Russland Moskau Friedenskonferenz Afrghanistan
انځور: Mojib Rahimi

طالبانو زیاته کړې چې د دوحې له هوکړه لیک څخه سرغړونه به جګړه اوږده کړي او د هغې جګړې په دوام سره به د تلفاتونو او زیانونو مسؤلیت د هوکړه لیک د ماتونکو پرغاړه وي.

خو د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود دویچه ویله ته وویل چې افغانان نور د جګړې اوږدېدو زغم نه لري او د جګړې ګواښ د حل لاره نه ده.

ښاغلي شهزاده مسعود وویل: «طالبان دې له ډيپلوماټیکو لارو د موضوع حل ولټوي، خلک نور له جنګونو ستړي شوي.»

د پخواني ولسمشر حامدکرزي د واکمنۍ پرمهال دغه افغان چارواکی زیاتوي چې د دوحي هوکړه لیک د نړېوالو په شتون کې لاسلیک شوی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم تایید کړی دی، دا هغه څه دي چې طالبان پرې د ډيپلوماټیکي بنسټونو له لارې استناد کولی شي.

د سیاسي ګوندونو دریځ

بل لوري ته افغانستان کې د سولې او راتلونکي کې د واک د ویش په اړه د نړېوالو هلوځلو سره هممهاله یوشمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

له دې ډلې د حرکت انقلاب اسلامي ګوند نن شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ ۲۷مه) د سولې بهیر په اړه خپل دریځ اعلان کړ.

د دې ګوند مشر عبدالحکیم منیب خبریالانو ته وویل چې په حکومت کې یوشمېر کړۍ لاهم د واک غځولو په فکر کې دي او د سولې پروړاندې خنډ جوړوي. هغه وویل: «ارګ د واک انحصاري فکر له امله شته حساسیتونه او احتمالي ګواښونه نه درک کوي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي د مې تر میاشتې د سرتېرو وتل سخت دي، چې طالبانو یې پر وړاندې د جګړې د پيلولو خبرداری ورکړی.

اسماعیل شاکر – کابل