1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکايي ځواکونو وتل ښايي د مهاجرت د نوي بحران سبب وګرځي

۱۳۹۷ دی ۱۲, چهارشنبه

له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو په هکله رپوټونو په دې هیواد کې د ګاونډیو هیوادونو دپلوماتان وارخطا کړي. دوی وايي چې د امریکایانو وتل ښايي د دې سبب شي چې په زرونو کورنۍ یو ځل بیا د مهاجرت ته مخه کړي.

https://p.dw.com/p/3Asig
Afghanistan Flüchtlinge
انځور: DW/S. Tanha

له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د اخراج په هکله د ګاونډي هیوادونو یو شمیر دپلوماتان په کابل کې له امریکايي دپلوماتانو سره په خبرو بوخت دي. دغه دیپلوماتان وایي چې خپلې پالیسۍ له سره ارزوي او له افغانستان سره پر خپلو پولو به تدابیر ډیر کړي.

په کابل کې میشت د جنوبي آسیا یوه جګپوړي دپلومات په دې هکله وویل: «[له افغانستانه] د امریکايي عسکرو د وتلو په هکله تر اوسه وضاحت نه شته، خو موږ باید بیا هم واضح عملي پلانونه ولرو. وضعیت له بد څخه بد تر ته په چټکی سره اوښتی شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د سپینې ماڼۍ یوه ویاند وویل چې ولسمشر ترمپ له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو په هکله پنتاګون یا د دفاع وزارت ته کومه سپارښتنه نه ده کړې. خو پر دې سربیره د ترمپ ادارې له افغانستان څخه د کابو نیمايي امریکايي سرتیرو د ایستلو پلان هم نه دی رد کړی.

له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د ایستلو راپورنه داسې مهال رامخې ته کیږي چې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو له پاره سیاسي هلو ځلو ته شدت ورکړی دی. د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره میاشت د طالبانو له استازو سره ملاقات وکړ او د رپوټونو په حواله دواړو لورو په راتلونکې کې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو او همدا راز د یوه اوربند په اړه خبرې کړي دي.

Afghanistan - US Soldaten am Ort eines Selbstmordanschlags der Taliban
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/S. Seiam

د روسیې، ایران او پاکستان په ګډون د سیمې یو شمیر قدرتونه چې د ډیرې مودې راهیسې په جنوبي آسیا کې د امریکايي پوځي اډو د موجودیت په هکله مشکوک وو، دوی هم له افغانستانه د امریکايي عسکرو د بیړني وتلو پلوي نه دي.

د کړکیچ له نړیوال ګروپ څخه ګرایمه سمیت په دې اړه د رویترز خبري آژانس ته وویل: «د امریکايي سرتیرو احتمالي کمښت ښايي په سیمه کې د محتطاتانه خوشبیني سبب هم وي، خو بیا هم دوی [د سیمې هیوادونه] له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د ناڅاپه وتلو غوښتونکي نه دي.»

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې ټول په دې باور دي چې له دې هیواده د امریکايي ځواکونو بیړني وتل ښايي یوې بلې کورنۍ جګړې ته لمن ووهي چې ټوله سیمه بې ثباته کوي.

د پولو امنیت

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لا وختي له افغانستان سره پر خپله ۱۴۰۰ کیلومتره پوله د کتارو درولو چارې پیل کړي دي او په دې سیمو کې یې ۵۰ زره نیمه پوځي ځواکونه هم ځای پر ځاي کړي دي. چارواکي وايي چې د مهاجرو د یوې نوې څپي په صورت کې به لا ډیر تدابیر ونیسي.

Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
انځور: Reuters/C. Firouz

یوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط وویل: «د مهاجرینو د تازه څپو د مدیریت له پاره به د پولې په اوږدو کې کمپونه ورغول شي. ناقانونه مهاجرین او افغانان به د دې اجازه ونه لري چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه کورونه جوړ کړي.»

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې افغانستان چې له ازبکستان، تاجیکستان، ایران، ترکمنستان، پاکستان او چین سره ګډه پوله لري، له وړاندې نه د نړۍ په کچه د مهاجرینو د صادرولو په برخه کې دوهم ستر هیواد دی. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) اټکل کوي چې اوسمهال په پاکستان کې ۱،۴ میلیونه او په ایران کې ۱،۲ میلیونه افغان مهاجر میشت دي.