1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د هند د غنمو مرسته پيل سوه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي له دغه هيواد سره د هند د غنمو مرسته پيل سوه. د اوسپني پټلۍ ادارې ويلي دي چي تر ۳۰۰ زره ټنه زيات تجارتي اموال او خوراکي مواد په ثور مياشت کي افغانستان ته وارد سوي دي.

https://p.dw.com/p/3cXaa
Afghanistan Herat | Coronakrise | Weizen Spende
انځور: S. Tanah

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چي د هندوستان د ۷۵زره ټنه غنمو مرستي څخه د لس زره ټنه انتقال پيل سوی دی. دغه غنم له چابهار بندر څخه په   ۴۳۵کانتينرونو کي افغانستان ته انتقاليږي.

د وزارت د معلوماتو له مخي له دغه مرستي څخه درې زره ټنه ئې د ميلک – زرنج سرحد له لاري هرات، کندهار، بغلان، کابل او بلخ ته انتقالیږي.

د افغانستان د اوسپني پټلۍ ادارې ويلي دي چي افغانستان ته تجارتي مالونه او خوراکي مواد د اوسپنۍ پټلۍ له لاري وارديږي او دغه لړۍ به دوام ولري.

د دغي ادارې د معلوماتو له مخي د روان کال په ثور مياشت کي ۷ زره واگونه تجارتي او خوراکي مواد په حيرتان، تورغنډۍ او آقينه بندرونو کي خالي او بار سوي دي.

د يادي ادارې په حواله تيره مياشت د اوسپني پټلۍ له لاري ۳۹۴ زره ټنه تجارتي او خوراکي مواد افغانستان ته وارد سوي دي.

(s.I(n.z/b.s