1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د امنيتي تړون په اړه ډاډ

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۰, پنجشنبه

د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري پاکستان ته د سفر پرمهال وويل، په دې ډاډه دی چي واشنگټن او کابل به د امنيتي تړون پر سر موافقې ته ورسږي. دغه تړون په افغانستان کي د امریکايي ځاکونو د پاتېدو زمينه برابروي.

https://p.dw.com/p/19IOO
U.S. Secretary of State John Kerry (L) meets with Pakistan's Prime Minister Nawaz Sharif in Islamabad August 1, 2013. Kerry met with leaders of Pakistan's newly elected civilian government on Thursday. REUTERS/Jason Reed (PAKISTAN - Tags: POLITICS)
US-Außenminister Kerry mit Pakistans Premier Sharif 01.08.2013انځور: Reuters

کيري د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکست لومړۍ) له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو مشاور سرتاج غزيز، سره په يوه خبري کنفرانس کي وويل: «موږ د پرمختگ په حال کي يو. موږ پر دغه [تړون] باندي کار کوو. زه شخصاً مطمين يم چي توافق ته رسيږو.»

جان کيري په دغه خبري غونډه کي زياته کړه: «په هغه موقعيت کي چي زه اوس يم د هوسايي احساس کوم، او زه تاسو ته وايم چي تمه ده دغه تړون به په يوه مناسب وخت کي پای ته ورسیږي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون پر سر باندي خبري اتري په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو په غبرگون کي وځنډولې. د افغان چارواکو په خبره په قطر کي د طالبانو دفتر د هغو ژمنو پر خلاف پرانيستلو سو چي د امريکا متحده ايالاتونو ور سره کړي وې. د دوی په خبره د قطر دفتر د يوه تبعيد سوي دولت يا سفارت په شکل پرانيستل سو.

په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايي ځواکونو پاتېدل په دغه تړون پوري تړلي دي. دواړه اړخونه وايي چي دغه نوی ماموريت به د افغان امنيتي ځواک د روزلو او د هغوی د ملاتړ کولو په موخه وي.

جان کيري وويل: «جمهور رئيس [اوباما] دا روښانه کړې ده چي په يوه مناسب وخت کي به په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د حضور دوام اعلان کړي او د دواړو اړخونو تر منځ د امنيتي تړون پر سر خبري اتري رواني دي.»

له پاکستان سره له سره همکاري

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو زوير د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره تر خبرو اترو وروسته وويل، داسي يوې موافقې ته سره رسېدلي دي، ترڅو هغه همکارۍ له سره پيل کړي، چي پر پاکستان باندي د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو او اسامه بن لادن د وژلو په خاطر زيانمني سوي وې. هغه دغه راز نواز شريف ته بلنه ورکړه چي له ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو له پاره واشنگټن ته سفر وکړي.

کيري چي د چهار شنبې په ماښام په يوه نا اعلان سوي سفر اسلام آباد ته ورسېد له نواز شريف سره يې تر خبرو وروسته وويل: «زه باور لرم چي لومړی وزير [نواز شريف] د دغه کار په ترسره کولو کي جدي دی، او زه پوهيږم چي جمهور رئيس اوباما هم همدغسي.»

د پاکستان او امريکا ترمنځ د اختلاف يو عامل پر قبائيلي سيمو باندي د بې پيلوټه الوکو بريدونه دي. د نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز له کيري سره په خبري کنفرانس کي وويل چي هيواد ئې د دغه بريدونو د بندولو غوښتونکی دی او دغه بريدونه د دواړو هيوادونو پر اړيکو باندي منفي اغېزه کوي.