1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغان او ايراني مهاجرو ډکه يوه کښتۍ ډوبه شوې»

۱۳۹۸ فروردین ۶, سه‌شنبه

د ترکیې ساحلي ساتونکو ویلي دي چې درې ښځې او یو کوچنی ماشوم په آژه درياب کې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ تر ډوبیدو وروسته وژل شوي دي. په کښتۍ کې ټول ټال ۱۵ پناه غوښتونکي سپاره ول.

https://p.dw.com/p/3FfrI
Türkei Kunstaktion von Touraj Saberivand
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/H. Sandal

د ترکیې ساحلې ساتونکو د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې په کښتۍ کې سپاره نور۱۱ پناه غوښتونکي ژغورل شوي دي. د ترکيې چارواکو د دغو کسانو د ژغورنې له پاره پنځه کښتۍ او یوه څرخي الوتکه استولې وه.

د ترکیې دولتي خبري آژانس انادولو ویلي دي چې په کښتۍ کې سپاره پناه غوښتونکي د افغانستان او ایران هیوادونو وگړي ول. زیاته شوې ده چې ژغورل شوي کسان نزدې روغتونونو ته استول شوي دي.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه کښتۍ ولې ډوبه شوې ده. خو د ترکیې ایواجیک سیمه چې ورته نزدې دغه کښتې هم ډوبه شوې ده، د یونان لیسبوس ټاپو ته نزدې پرته ده.

پناه غوښتونکي ډیر وخت هڅه کوي چې له آژه سیند څخه تر تیریدو وروسته ځان له ترکیې څخه یونان ته ورسوي او بیا له هغه ځایه نورو اروپايي هیوادونو ته ولاړ شي.

همدا اوس په ترکیې کې تر ۳،۵ میلیونو ډیر سوریایي ګډوال ژوند کوي. پر دې سربیره د افغانستان او عراق په څیر نورو هیوادونو وګړي هم په ترکيه کې میشت دي چې ډیر یې تمه لري ځان د دې هیواد له لارې اروپا ته ورسوي.

ms/nz (AP)