1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه د نورو افغانانو د اخراج پرضد اعتراض

۱۳۹۷ بهمن ۲۹, دوشنبه

له آلمان څخه یوه بله ډله رد شوي افغانان خپل هیواد ته اخراجیږي. د افغانانو د ډله ایز اخراج پر ضد یو شمیر غیر دولتي سازمانونو د فرانکفورت په هوایي ډګر کې د اعتراض کولو غږ کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Dalv
Deutschland Abschiebeflug vom Flughafen Leipzig-Halle nach Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د معلوماتو له مخې چې په رسمي ډول لا تائید شوي نه دي، د دوشنبې (۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ ۱۸مه) ماښام به د فرانکفورت له هوایي ډګره یو ډله رد شوي افغانان خپل هیواد ته اخراج شي. د پرو ازول په نوم د مهاجرو ملاتړی سازمان د نړیوالو کارپوهانو اټکلونو ته اشاره کوي چې له مخې يي «اوسمهال په افغانستان کې د نړۍ په کچه خونړۍ شخړه ادامه لري.»

د «نو بورډر اف اف ام» په نوم نوښت په خپل احتجاجي غږ کې ویلي دي: «په دې ترڅ کې موږ ټول په دې پوهیږو چې افغانستان کوم امن هیواد نه دی او د اخراج ګواښ افغانان له ناامیدۍ څخه تر ځان وژنې اړ باسي.» دغه سازمان د «افغان ریفیوجي مومنټ» سره په ګډه د ماښام پر شپږ نیمو بجو (د سیمي پر وخت) د فرانکفورت په هوايي ډګر کې دغه اعتراض اعلان کړی دی.

پر دې سربیره د آلمان د کورنیو چارو د وزیر هورست زیهوفر له لوري د اخراج د قوانینو د سختیدو د پلان پر ضد هم دغه اعتراض کیږي. پرو ازول سازمان هم د زیهوفر د دغه پلان مخالفت کوي. پرو ازول په ځانګړې ډول د دغه پلان د هغې برخې مخالفت کوي چې له مخې يي د یوه پلان شوي اخراج وخت په ډاګه کول ښایي تر درو کلونو د بند سزا ولري. پرو ازول دغه څه د معلوماتو او د مطبوعاتو د آزادۍ په برخه کې د لاسوهني په توګه ارزوي.

په عین وخت کې کلاودیا روت، چې د آلمان د پارلمان مرستیاله مشره ده او له زرغون ګوند سره تړاو لري، د دوشنبې په ماښام د افغانانو پر پلان شوي اخراج باندې انتقاد کړی دی. هغې د آلمان له رسنيزي شبکې سره په مرکه کې ویلي دي: «په افغانستان کې هیڅ کوم ځای د هیچا له پاره خوندي نه دی.» هغې په افغانستان کې امنیتي وضعیت کړکیچن ارزولی دی.

کلاودیا روت، دې ته اشاره کړې ده چې په تیر نزدې وخت کې د افغانستان په کابو ټولو برخو کې جګړې، بریدونه او یا هم تاوتریخوالی رامنځ ته شوی دی. د زرغون ګوند نوموړي سیاستوالې په خپلو خبرو کې ویلي دي چې په افغانستان کې خونړۍ جګړې یوازې تیر کال ۴۰۰۰۰ قربانيان لرله. میرمن روت زیاته کړې ده چې «له دې کبله افغانستان ته اخراج د هيڅ ډول شرایطو له مخې نه شي توجیه کیدای او په عملي ډول نړیوال بشري قوانین نقضوي.»

له آلمان څخه د افغانانو د ډله ایز اخراج د لړۍ له پیلیدو راهیسې دا به ۲۱ پرواز وي چې افغانان پکښې خپل هیواد ته ستنول کیږي.

زموږ له ارشيف څخه: