1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه تر۸۰۰۰ ډیر مهاجر پخپله خوښه بيرته ستانه شوي

۱۳۹۶ آبان ۲۳, سه‌شنبه

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره د دې نخښې نښانې ويني چې په عراق کې وضعیت عادي حالت ته پر راګرځیدو دی. ډير عراقي مهاجر له آلمان څخه خپل ټاټوبي ته ستنیږي.

https://p.dw.com/p/2naDQ
Deutschland Flüchtlinge Asylantrag Berlin
انځور: Reuters/S. Loos

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) د ارقامو له مخې له ۲۰۱۶م کال راهیسې تر۸۰۰۰ زيات عراقي مهاجر د آلمان د داوطلبانه ستنیدني پروګرام له لاري (چې پر بنسټ یې  مهاجر یوه اندازه مالي مرسته هم ترلاسه کوي) بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د "Die Welt" ورځپاڼې د آلماني چارواکو په حواله لیکلي دي چې تیرکال ۵۶۵۷، او سږ کال د سپټمبر میاشتې تر پایه پوري ۲۴۸۱ تنه عارقي مهاجر خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره دا په عراق کې وضعیت عادي حالت ته د را ګرځیدو لومړۍ نخښي نښانې بولي. د نوموړي ادارې په خبره دا ډول یوه نتیجه ګيري تل په داسې یو حالت کې اخیستل کیږي چې «ډیر انسانان اغیزمنو شویو سیمو ته بیرته ستنیږي، هلته په بیارغونه پیل کوي او په مشخص ډول وضعیت د عادي کیدو پر لور روان وي».

د (BAMF) په حواله خو تر اوسه پوري د هغو شاوخوا ۱۲۰ زرو عراقي مهاجرو چې په آلمان کې د پناه ترلاسه کولو شرایط لري د پناه لغو کولو له پاره کوم اساس وجود نه لري.

دری کالن ضرب الاجل

نوموړې اداره باید په درو کلونو کې د قانون مطابق د حفاظت دلیل له سره و ارزوي، که د مهاجرت علت یا دلیل پر خپل ځای باقي پاته نه وي، نو په هغه صورت کې باید له دغه کس څخه د موقتي حفاظت (د مهاجر په توګه منل کیدل) بیرته واخیستل شي.

په عین وخت کې دغه مهاجر چې په آلمان کې د حفاظت درې کلنه اقامه لري، په دې موده کې په قانوني ډول د دایمي اقامې ترلاسه کولو مستحق نه دی.

نوموړي آژانس زیاته کړې ده چې د عراقي مهاجرو په برخه کې د پناهندګۍ لغو کولو له پاره په مبدا هیواد کې یوازي په موقتي ډول د وضعیت ښه کیدل کفایت نه کوي، بلکې په دایمي ډول باید په وضعیت کې ښه والی رامنځته شي.

زموږ له ارشيف څخه: