1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه تر ۵۰۰۰ زياتو مهاجرو اخراج

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۳, دوشنبه

د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې له آلمان څخه کابو ۵۶۰۰ پناه غوښتونکي اخراج شوي دي. زياتره دغه کسان اېتاليا، البانيا، گرجستان او کابو ۵۰۰ یې د مغرب هيوادونو ته اخراج شوي دي.

https://p.dw.com/p/3IOPi
München Flughafen - Polizisten
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/S. Babbar

د آلمان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د تير کال د همدې مودې په پرتله اوسنی شمير لږ دی. د ۲۰۱۸م کال په همدې موده کې کابو ۶۱۰۰ مهاجر اخراج شوي ول. د فرانسې خبري آژانس ته د رسیدلو دې معلوماتو له مخې چې د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخ گوند د غوښتني په جواب کي ورکړل شوي ول، دغه زياتره کسان ايتاليا، البانيا او گرجستان ته او کابو ۵۰۰ یې د مغرب هيوادونو ته ليږدول شوي دي.

د مغرب اصطلاح د مراکش، الجزاير، تونس، ليبيا او موريتانيا او همدا راز د غربي صحرا د سيمو له پاره کارول کيږي.

د کورنيو چارو وزارت په حواله د ايتاليا او فرانسې ترڅنگ پولند او هسپانيا د اروپایي ټولنې نور هغه دوه هېوادونه دي چې په هغو لسو هيوادونو کې شامل دي چې مهاجر ورته اخراج شوي دي.

په دې توگه د دوبلن د مقرراتو له مخه د ترسره شويو اخراجونو تمايل زرو اخيستی دی. له مهاجرو سره د چلن په اړه د دوبلن مقررات وايي چې مهاجر بايد د اروپايي ټولنې په هغه هيواد کې چې لومړی ورته داخل شوي وي، د پناه غوښتنه وکړي.

د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخو د کورنيو چارو وياندې اولا يلپکه د اخراج پر دې عمل نيوکې وکړې. هغې وويل چې د اخراج شويو شمير «د تيرو کلونو د اخراجونو ويرونکې لوړې کچې» ته ورته دی.

هغې زياته کړه چې په تيره بيا ايتاليا ته په اصطلاح د دوبلن ـ اخراجونه يوه ښه نخښه نه ده. نوموړې وويل: «د ايتاليا د پناه غوښتنې سيسټم ډېر نيمگړتياوې لري، هلته ډېر پناه غوښتونکي پر سړکونو ژوند کوي او خوراکي توکو او روغتيايي آسانتياو ته لاس رسی نه لري.»

په ټوليزه توگه په تېر کال کې له آلمان څخه تقريباً ۲۴۰۰۰ کسان اخراج شوي ول. د آلمان کابينې په اپريل مياشت کې د کورنيو چارو د وزير هورست زېهوفر د «منظم – اخراج – قانون» تصويب کړ چې پر نورو سربيره له اخراج سره له مخامخ پناه غوښتونکو سره سخت چلن هم په پام کې لري.

زېهوفر تمه لري چې په دې قانون سره به د اخراجونو شمير ډېر لوړ شي. خو د قانون پر مسودې به لا په پارلمان کې بحث ترسره کيږي.

B.S/N.Z(AFP)

زموږ له آرشيف څخه: