1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه اخراج شوي افغان مهاجرین کابل ته رسیدلي

۱۳۹۷ خرداد ۲, چهارشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چي له آلمان څخه يوه بله ډله اخراج سوي افغان مهاجر کابل ته ور رسېدلي دي. دغه مهاجر د سه شنبې په ورځ له فرانکفورت هوايي ډگره په يوه الوتکه کي کابل ته اخراج شوي ول.

https://p.dw.com/p/2y9WO
Afghanistan abgeschobene Flüchtlinge aus Deutschland kommen in Kabul an
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د مهاجرو په برخه کې یوه افغان چارواکي د نوم نه بربنډیدو په صورت کې د آلمان خبري آژانس ته وویل چې له آلمان څخه د اخراج شوو افغان مهاجرو دغه ډله نن سهار پر ۷ بجو او ۱۰ دقیقو په یوه چارتر شوې الوتکه کې کابل ته ورسیدل.

په آلمان کې د سه شنبې په ماښام امنیتي چارواکو د فرانکفورت له هوايي ډګر څخه کابل ته د اخرجیدونکو پناه غوښتونکو شمیر ۱۵ تنه یاد کړ. په دې ترتیب د افغانستان او د آلمان ترمنځ تر لاسلیک شوي تړون وروسته دا ۱۳ ځل دی چې افغان پناه غوښتونکي په ډله ایزه توګه له آلمان څخه اخراجیږي. تر اوسه پورې له آلمان څخه په مجموعي ډول ۲۳۴ کسان افغانستان ته اخراج شوي دي.

په عین وخت کې د ۲۰۱۷م کال په می میاشت کې په پلازمینه کابل کې د آلمان سفارت مخې ته د یوې لارۍ بم چاودنې وروسته آلمان د افغان مهاجرو د اخرج لړۍ ځنډولې وه. په دې برید کې له ۹۰ ډیر کسان وژل شوي وو او شاوخوا ۴۰۰ تنه نور بیا پکې ټپیان وو. خو بیا وروسته آلمان د افغان رد شوو مهاجرینو د اخراج لړۍ په درې برخو کې بیا له سره پیل کړه. د آلمان حکومت پریکړه کړې چې په آلمان کې میشت درې کتګوري پناه غوښتونکي نه شي زغملای او ژر به اخراج شي. په دې ډله کسانو کې شکمن ترهګر، مجرمین او هغه افراد چې د خپلو اسنادو او هویت په هکله له آلماني چارواکو سره مرسته نه کوي، شامل دي.

Afghanistan abgeschobene Asylbewerber kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغان مهاجرو د اخراج په هکله، په آلمان کې د مهاجرو د ملاتړ یوه خیریه سازمان یا پروازول د آلمان د حکومت پر دغې پریکړې سخت غبرګون ښوولی. یاد سازمان ویلي دي چې آلمان په داسې یو وخت کې پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته اخراجوي چې هلته په دې وروستیو اونیو کې امنیتي وضعیت تر پخوا ډیر خراب شوی دی. دغه سازمان د افغان مهاجرو د اخراج د دې لړۍ د توقف غوښتنه کړې.

له آلمان څخه افغانستان ته د مهاجرو دغه اخراج داسې مهال کيږي چې په ټول هیواد کې امنیتي وضعیت تر پخوا ډیر خراب شوی. سربیره پر دې، طالبان او داعش ډله هم د ولایتونو په مرکزونو، د ولسوالیو پر مرکزونو، امنیتي ځواکونو، دولتي ودانیو او ملکیانو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د همدې تیرې دوشنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د می میاشتې ۲۱مه نیټه» وسله والو طالبانو د پلازمینې کابل ټولو اوسیدونکو ته د یوې اعلامیې له لارې خبرداری ورکړی دی چې له بهرنیانو او دولتي ودانیو فاصله ونیسي. په اعلامیه کې راغلي چې طالبان غواړي په دې سیمو کې بریدونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې کابل د روان کال له پیل راهیسې د ۹ خونړیو بریدونو او چاودنو شاهد وو چې پکې لږ تر لږه ۲۸۸ ملکيان وژل شوي او شاوخوا ۵۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: