1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه رد شوي افغان پناه غوښتونکي کابل ته ورسیدل

۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبه

د کابل د هوایي ډګر چارواکو ویلي چې له آلمان څخه د رد شویو افغان پناه غوښتونکو یوه ۳۶ کسیزه ډله د پنجشنبې په ورځ کابل ته رسیدلې ده. آلمان پر نیوکو سربیره هم ځینې رد شوي پناه غوښتونکي افغانستان ته اخراجوي.

https://p.dw.com/p/3SbGz
Afghanistan Deutschland Abschiebung nach Kabul
انځور: Getty Images/AFP/D. Roland

چارواکو ویلي دي چې د دغو پناه غوښتونکو الوتکې د سهار د اتو بجو په شاوخوا کې په کابل کې ناسته وکړه. دا د ۲۰۱۶ کال له دسمبر میاشتې راهیسې له آلمان څخه کابل ته، د افغانستان اخراج شویو پناه غوښتونکو لیږدونکی ۲۹م پرواز دی.

آلمان له دې مودې راهیسې ټول ټال ۷۵۶ داسې افغان پناه غوښتونکي کابل ته اخراج کړي دي چې په آلمان کې یې دوسیې رد شوې وې. خو په آلمان کې د افغان پناه غوښتونکو اخراج یوه جنجالي موضوع ده. د دې کار منتقدین وایي چې افغانستان له امنیتي لحاظه د رد شویو پناه غوښتونکو له پاره مناسب نه دی.

په افغانستان کې په وروستیو وختونو کې امنیتي وضعیت لا پسې خراب شوی دی. طالبان څه نا څه هره ورځ بریدونه کوي چې په ترڅ کې یې ډیر شمیر ملکیان زیانمیږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې له ۲۵۰۰ څخه د زیاتو ملکي وګړو وژنه او له ۵۶۰۰ څخه د زیاتو ټپي کیدل ثبت کړي دي.

(ms/qn (dpa