له آلمان څخه د افغانانو د اخراج پر ضد احتجاج
۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبهد فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې د مهاجرو ملاتړي سازمان پرو ازول ویلي دي: «له ۲۰۱۶م کال راهیسې په افغانستان کې خراب وضعیت نور هم خراب شوی دی.» د دغه سازمان په وینا دغه څه د امنیتي وضعیت او همداشان د نامناسب اجتماعي وضعیت په هکله صدق کوي.
پرو ازول، د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو او همداشان د کورنیو چارو فدرالي وزیر باندې افغانستان ته د اخراج د لړۍ د درولو غږ کړی دی.
د آلمان د زرغون ګوند د مهاجرو چارو د سیاست ویاندې لویس امتسبېرګ، غوښتنه کړې چې «بالاخره افغانستان ته د مهاجرو د اخراجولو د درولو اړتیا ده.» هغې د دې دلیل په افغانستان کې امنیتي وضعیت یاد کړی چې په خبره یې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې یوازې د جولای او سپتمبر تر میاشتو ۱۲۰۰ ملکي افغانان وژل شوي دي. امتسبېرګ، روښانه کړه چې «ډله ایز اخراج خطرناک او ناسم دی.»
افغانستان ته د ديرشم ډله ایز اخراج پر ضد د فرانکفورت په هوایي ډګر کې د احتجاج د ترسره کیدو له پاره غږ شوی وو. یو مهاجر چې په بادن وورتمبېرګ کې یې د یوه نانوای په توګه کار کاوه او اخراج يې پلان شوی وو، د پرو ازول په وینا په وروستۍ دقیقه کې د قضايي بهیر په پایله کې یې اخراج درول شوی.