1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه افغانستان ته نور مهاجر هم اخراج سول

۱۳۹۸ مرداد ۹, چهارشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چي د چهارشنبې په سهار يوه ډله افغانان له آلمان څخه کابل ته په يوه پرواز کي رسېدلي دي. دا هغه افغان مهاجر دي چي په آلمان کي يې د پناه غوښتنه نه ده منل سوې.

https://p.dw.com/p/3N329
Afghanistan abgeschobene Flüchtlinge aus Deutschland kommen in Kabul an
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د کابل د نړيوال هوايي ډگر چارواکو ويلي دي چي له آلمان څخه کابل ته په رسېدلي الوتکه کي ۴۵ نارينه افغان مهاجر دوی ته تسليم سوي دي.

دغي الوتکي د آلمان له لايپڅيگ هوايي ډگر څخه کابل ته پرواز کړی وو.

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي دغه اخراج سوي افغان مهاجر د آلمان د بايرن، زاکسن، راينلند پفلڅ، بادين ورتيمبيرگ، زاکسن انهالت، نوردراين ويستفالن او زارلند ايالتونو څخه اخراج سوي دي.

د راپور له مخي په پلان کي وه چي په دغه پرواز کي ۴۶ افغانان کابل ته اخراج سي، خو يو کس د محکمې د پريکړي له مخي بيرته له هوايي ډگره راگرځول سوی دی.

دا د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتي راهيسي له آلمان څخه افغانستان ته د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج ۲۶ پرواز وو. په تيرو ۲۵ پروازونو کي ۶۰۰ نارينه افغان مهاجر اخراج سوي ول.

خو له آلمان څخه افغانستان ته د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج موضوع جنجالي ده. د آلمان د ځينو ايالتونو چارواکي د رد سوو افغان مهاجرو پر اخراج باندې ټينگار کوي، خو ځينې سياستوال بيا وايي چې د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو سره بايد مهاجر دغه هيواد ته اخراج نسي.

ځيني آلماني سياستوال او د مهاجرو پلوي سازمانونه د افغانستان د وضعيت په اړه د ملگرو ملتونو راپورونو ته اشاره کوي.

د ملگرو ملتونو د وروستي راپور له مخي يوازي د روان ميلادي کال په تيرو شپږو مياشتو کي ۱۴۰۰ ملکيان په وسله والو نښتو، چاودنو، ځانمرگو بريدونو او هوايي بريدونو کي وژل سوي او ۲۵۰۰ نور ټپيان سوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: