له آلمان څخه اخراج شوي افغان مهاجر کابل ته ورسېدل
۱۳۹۸ خرداد ۲۸, سهشنبهد آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتې راهیسې دا ۲۵ ډله ایز اخراج دی چې افغانستان ته تر سره کیږي. زیاته شوې ده چې تر دې دمخه په ۲۴ پروازونو کې د آلمان له بیلابیلو ایالتونو څخه ۵۸۹ نارینه افغان مهاجر چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه افغانستان ته اخراج شوي دي.
د تیر میلادي کال په جولای میاشتې کې له آلمان څخه د ۶۹ کسانو د ډله ایز اخراج وروسته یوه تن کابل ته تر رسیدو وروسته ځان وژلی وو. دغه څه د دې سبب شول چې افغانستان ته د شخړه ایز اخراج په هکله بحثونو ته لمن ووهي.
د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې انتقاد کوونکي دې ته اشاره کوي چې په افغانستان کې لا هم امنیتي وضعیت ترینګلی دی. د طالبانو او داعش پر ضد جګړه هره ورځ تلفات لري.
د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې د روان میلادي کال له پېل راهیسې د مارچ میاشتې تر پای پورې د افغانستان د شخړې په ترڅ کې ۵۸۱ ملکیان وژل شوي او ۱۱۹۲ بیا ټپیان شوي دي. د می میاشتې راهیسې د بریدونو او جګړو په شمیر کې ډیروالی راغلی دی.
د دوشنبې په ورځ د مهاجرو ملاتړي سازمان (پرو ازول) افغانستان ته د مهاجر د اخراج پر ادامې باندې انتقاد کړی وو او د دغې لړۍ د درولو غوښتنه یې کړې وه.
خو په عین وخت کې د افغانستان کړکیچ ته د یوه سیاسي حل لارې موندلو له پاره هڅې هم موجودي دي. تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو استازو څو وارې د طالبانو له غړو سره لیدلي دي. ویل شوې دي چې خبرې اترې باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمو خبرو اترو ته لاره هواره کړي. خو تر اوسه دغه ډول مذاکرات لا نه دي شوي.
sr/bs (DPA)