لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د روسیې د استخباراتو رئيس د افغانستان په شمال کې د داعش جنگيالو د زياتيدو له امله خبرداری ورکړی
د روسیې د فدرالي امنيت سازمان مشر الکساندر بورتنيکوف چې د دې هېواد د استخباراتو اداره ده، د سه شنبې په ورځ د تاجيکستان د سفر په ترڅ کې ويلي چې د افغانستان په شمالي سيمو کي چي له تاجيکستان سره سرحد لري د داعش شاوخوا۵۰۰۰ جنگيالي راټول شوي دي. د روسیې د رسنيو د رپوټونو په حواله بورتنيکوف د تاجيکستان د پولې د سخت کنترول غوښتنه کړې څو منځنۍ آسيا ته د دې ډلې د تلو مخه ونيوله شي.
د امريکا په جنوب کې سختو توپانونو خلک اغيزمن کړي
د امريکا متحده ايالاتو په تيکساس، اوکلاهوما او ميسوري ایالتونو کې تر څلور ميليونه زيات انسانان د سختو توپانونو له کبله اغیزمن شوي دي. د دوشنبې په ورځ يوازې د تکساس په لویديځ او اوکلاهوما په مرکز کې د ۱۴ گردبادونو خبر ورکړل شوی وو. د هوا پيژندنې ادارې د ۲۰۱۲م کال راهيسې د تورنادو د تر ټولو لوړې درجې خطر څخه خبره وکړه. له سختو سېلابونو او د توپانونو له کبله د زيان اوښتو څخه خبرداری ورکول کيږي
وينزويلا: ولسمشر مادورو د نويو ټاکنو وړاندیز کړی
په وينزويلا کې د واک پر سر مبارزې په ترڅ کې ولسمشر نيکولاس مادورو تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو خبره کړې. نوموړي د تويتر له لارې ويلي چې هغه غواړي نوې رايه اچونه وشي څو روښانه شي چې څوک د ولس له ملاتړه برخمن دی. د خوان گوايدو په مشرتوب اپوزيسيون په ۲۰۱۵م کال کې د ملي اسامبلۍ ټاکنې گټلې وې او د کار دوره یې د ۲۰۲۰م کال تر پای پورې دوام کوي. گوايدو د مادورو وړاندیز رد کړي.
د آلمان حکومت په رومانيا کې د وضيعت په اړه انديښنه ښوولې
آلمان د رومانيا له حکومت غوښتنه کړې چې د عدلیې خپلواکي تضمين کړي په هېواد کې د فساد پر ضد کلک چلند وکړي. د آلمان د اروپايي چارو وزير ميشايل روت وويل چې د آلمان حکومت «د رومانيا د اوسني وضيعت په اړه سخته انديښنه لري.» د رومانيا د سوسيال ديموکرات گوند په مشرتوب حکومت پارلمان ته د عدلیې په برخه کې ځينې اصلاحات وړاندې کړل چې پر نورو سربيره له واک څخه د ناوړه استعفادې او اختلاس جزاوې يو څه راکموي.
اندونیزيا: د ولسمشریزو ټاکنو ناکام کانديد د درغلۍ خبره کړې
په اندونیزيا کې تر ولسمشریزو ټاکنو پنځه اوونۍ وروسته برحاله ولسمشر يوکو ويدودو په رسمي توگه د ټاکنو گټونکی اعلان شوی. د انتخاباتو د کميسيون په حواله نوموړي ۵۷ کلن کابو ۵۵،۵ سلنه راې اخيستي دي. خو د ويدودو د مخالف کانديد پرابوو سوبيانتو ټاکنیزې ډلې د اساسي قانون محکمې ته د مراجعې اعلان کړی دی. پخواني ۶۷ کلن جنرال سوبيانتو د راې اچونې سملاسي وروسته د سستماتيکو درغليو څخه خبره کړې وه.
د اروپايي ټولنې د پولو ساتنې ادارې خپله کاري ساحه تر البانيا پراخه کړې
د اروپا د بهرنيو پولو ساتنې آژانس «فرونتکس» د کار خپله ساحه تر البانيا پورې پراخه کړې او په دې توگه یې د اروپايي ټولنې د پولې دباندې خپل لومړی ماموريت پېل کړی. د لويديځ بالکان په دغه هېواد کې به د فرونتکس۵۰ کارکوونکي له يونان سره پر سرحد د پاسپورت د کنترول او جنايي جرمونو سره مبارزې په برخه کې له سيمه ایزو چارواکو سره مرسته وکړي.