لنډ خبرونه په متن او انځور کې
څيړنه: په افغانستان کې په تېر کال کې ۱۹ روغتيايي کارکوونکي وژل شوي دي
د يوې څېړنې پر اساس په تېر کال کې په کړکيچ ځپلو سيمو کې لږ تر لږه ۹۷۳ روغتيايي پرسونل او مرکزونه د بريدونو هدف گرځيدلي دي. په افغانستان کې په ۹۸ بريدونو کې ۱۹ روغتيايي کارکوونکي وژل شوي دي. دا څيړنه «په جگړه ځپلو سيمو کې د روغتيا د ساتنې» سازمان له خوا ترسره شوې ده. دغه سازمان ويلي دي چې په دې بريدونو کې ۱۶۷روغتيايي کارکوونکي وژل شوي او نژدې ۷۱۰ کسان نور ټپيان شوي دي.
آلمان په عراق کې خپل روزنيز ماموريت ځنډولی دی
د آلمان پوځ مخ پر زياتېدونکو سيمه ایزو ترنگلتياوو ته په کتو سره په عراق کې د پوځي روزنې خپل پروگرام ځنډولی دی. په برلين کې پوځي کړيو «ډي پي ای» خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه اقدام د روانې اوونۍ په پېل کې د ترهگرۍ ضد ائتلاف له شریکانو سره په گډه شوی دی. زياته شوې ده چې پر مخ په زياتېدونکي گواښ ته په کتو سره دې برخه ته توجو زياته شوې ده. دمگړۍ په عراق کې کابو ۱۶۰ آلماني عسکر ميشت دي.
امريکا له عراق څخه خپل يوه برخه پرسونل باسي
له ايران سره مخ پر پراخيدونکي ترنگتيا له وجې امريکا متحده ایالات له عراق څخه خپل ډېره برخه ديپلوماتيک پرسونل باسي. په واشنگټن کې د بهرنيو چارو وزارت لارښونه کړې ده چې په بغداد کې د سفارت او په اربيل کې د قونسلگرۍ هغه پرسونل چې ډېره اړتيا ورته نه شته بايد له عراقه ووځي. امريکا پر ايران په سيمه کې په «نزدې وخت» کې د بريدونو د پلانول تور لگوي.
سوريه: په بريدونو کې ۱۵ ملکيان وژل شوي دي
د فعالانو په حواله په سوريه کې د حکومتي ځواکونو په بمباريو او جهادستانو په راکټي بريدونو کې ۱۵ ملکيان وژل شوي دي. د بشري حقونو د څار سوريایي ټولنې ویلي چې د ادليب په جسر الشغور کې د هوايي بريدونو له وجې ۷ تنه وژل شوي دي. همدا راز دوه کسان په شمال کې په حماه ایالت کې د بمباريو په نتیجه کې وژل شوي دي. همدا شان د حلب په جنوب کې د راکټي بريدونو په پايله کې د ۶ ملکيانو د وژل کيدو خبرونه ورکړل شوی دی.
د آلمان اقتصاد په تېرو دريو مياشتو کې وده کړې
د آلمان اقتصاد د روان میلادي کال له پېل راهيسې د ودې په حال کې دی: د آلمان د احصايې د فدرالي ادارې په حواله د کال په لومړۍ ربع کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ناخالص کورني توليداتو ۰،۴ فيصده وده کړې ده. د تېر ۲۰۱۸م کال په وروستيو دريو میاشتو کې اقتصادي وده پڅه وه. د کارپوهانو په حواله دا تازه پرمختگ په تيره بيا په بهر کې په تعميراتي او د تجهیزاتو په برخه کې د پانگونې له کبله رامنځته شوی دی.
چين پر ويکي پيديا بشپړ بندیز لگولی
چين آنلاين - دايره المعارف ويکي پيديا په بشپړه توگه تړلې ده. د بي بي سي شبکې په حواله ويکي پيديا د اپريل میاشتې له پای راهيسې د ټولو ژبو تړل تائید کړي دي. تر دې دمخه يوازې په چينايي ژبه ليکل شويو مضامينو ته د لاس رسي مخه نيول شوې وه. د چين حکومت په سختۍ سره انترنت کنترولوي. هلته پر گوگل، فيسبوک، تويتر، يوټيوب او واتس اپ او نورې منتقدې ویپاڼې تړل شوي دي.