لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې ځنډيدلي، ايران وايي له طالبانو سره یې خبرې کړي، په چين کې د بشري حقونو د يوه وکيل محاکمه......
افغانستان: د ولسمشرۍ ټاکنې خنډيدلي دي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسیون ويلي چې د ولسمشرۍ ټاکنې به چې په اپريل میاشت کې پلان شوې وې، د څو مياشتو له پاره وځنډيږي. ويل شوي چې دا کار د ولسي جرگې د ټاکنو پر مهال د رامنځته شويو تخنيکي ستونزو ته د حل موندلو په موخه کيږي. د ټاکنو د خپلواک کميسیون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي ويلي دي چې د بايوميترک سستم د استعمال له پاره بايد نور زيات پرسونال وروزل شي.
ایران وايي له طالبانو سره یې خبرې کړي
ايران ويلي چې د افغان طالبانو سره یې خبرې کړي دي. د تسنیم په نامه د ایران خبري آژانس د ایران د جگپوړو امنیتي چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې ایراني چارواکو له طالبانو سره ليدلي دي. د دغه خبري آژانس په حواله د ایران د ملي امنیت شورا سکرتر علي شامخاني ویلي چې له طالبانو سره د ایران د خبرو او اړیکو په هکله یې د افغانستان حکومت ته خبر ورکړی دی.
د امريکايي چارواکو په توقيف کې يو بل مهاجر ماشوم مړ شوی
په روانه مياشت کي دا دويم ځل دی چي يو مهاجر ماشوم د امريکايي چارواکو په توقيف کي مري. د چارواکو په حواله دا ماشوم د نيو مکسيکو ايالت په يوه روغتون کې مړ شوی او د مړينې علت یې تر اوسه نه دی معلوم. د مړ شوي ماشوم په هکله ويل شوي دي چي هغه د گواتېمالا وو او عمر يې ۸ کاله وو. دا ماشوم له خپل پلار سره له مکسيکو څخه امريکا ته د اوښتلو هڅې پر وخت نيول شوی وو.
تونس کې د يوه خبريال تر ځان سوځونې وروسته اخ و ډبونه
په تونس کې د يوه ژورنالست تر ځان سوځونې او په تعقیب یې د يوه ۱۸ کلن ځوان نیونې سخت اخ و ډبونه پارولي دي. په القصرين ښار کې تر د دې مخه د دوشنبې په ورځ يوه خبريال ځان ته د اور اچونې تر مخه په انترنت کې یوه ويډيو خپره کړه وه چې پکښې فساد، بې وزلي او بې روزگاري غندلې وه او ويلي ول چې د خپل دې عمل سره «انقلاب» رامنځته کول غواړي. پر نيول شوي ځوان تور دی چې د ژورناليست سره په دې کار کې شريک وو.
«اسرائيلو پر دمشق هوايي بريدونه کړي»
د رسنيو په حواله د سوریې پوځ د پلازمينې په لويديځ کې د «ښمن بريدونه» شند کړي دي. خو د دې احتمالي راکټي بریدونو په هلکه تر اوسه رسمي معلومات نه شته. خو د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز يې په لندن کې دی، اټکل کوي چې اسرائيلو په سوريه کې د ايران د سپاه پاسداران او د لبنان د حزب الله ډلې د وسلو زيرمه په نخښه کړي دي. د اسرائيلو پوځ ويلي چې دوی پر بهرنيو راپورونو تبصره نه کوي.
چين: د بشري حقونو د وکيل محاکمه پېل شوه
د چين په تيانجين ښار کې د بشري حقونو د وکيل محاکمه پېل شوه. په دې ترڅ کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي ول. چارواکي پر وانگ کوانزهانگ د ورانکارۍ تور لگوي. نوموړی د بشري حقونو د فعالانو له هغه ۲۰۰ کسیزې ډلې څخه دی چې څه دپاسه درې کاله مخکې نيول شوي ول. د وکيل په توگه وانگ د اپوزيسيون د غړيو او د منع کړل شوي غورځنگ فولان گونگ د غړيو او همدا راز د هغو بزگرانو دفاع کولو چې د خپل حق غوښتنه یې کوله.
نايجيريا: بوکو حرام ډلې پر پوځ بريد کړی
د پوځ په حواله د بوکو حرام ترهگرې ډلې د نايجيريا ۱۴ امنيتي ځواکونه وژلي دي. د پوځ وياند د سه شنبې په ورځ وويل چې د هيواد په شمال کې د داماتورو او مايدوگوري ترمنځ پر پوځ بريد کړی دی. په دې ترڅ کې ۱۳ عسکر او يو پوليس وژل شوي دی. د دوشنبې په ورځ هم دغه ډلې داماتورو سيمې ته څيرمه بريد کړی وو. بوکو حرام ډله د نايجيريا په شمال کې له څو کالونو راهيسې وسله واله مبارزه کوي.