لنډ خبرونه په متن او انځور کې
طالبانو په دوبۍ کې له امريکايي استازو سره غونډه تائېد کړې، په سوماليا کې د امريکا په هوايي بريدونو د الشباب ډلې په لسونه غړي وژل شوي، شمالي کوريا امريکا ته گواښونه کړي...
طالبانو په دوبۍ کې له امريکايي استازو سره غونډه تائيد کړې
طالبان وایي چې له امریکایي چارواکو سره د دوشنبې په ورځ په متحده عربي آماراتو کې یوه «بله» غونډه تر سره کوي. په دغه غونډه کې د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي آماراتو استازي هم ګډون کوي. اسوشتید پرس خبري آژانس په یوه رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو ویاند د دوشنبې په ورځ د دغې غونډې تر سره کیدل تائید کړي خو په دې هکله یې نور هیڅ ډول جزئیات نه دي ورکړي.
شمالي کوريا امريکا ته تازه ګواښونه کړي
شمالي کوريا امريکا ته د نويو بندیزونو له کبله د پخوا په څېر د مخالفت او د کوريا د نيمه ټاپوزمې د اتومي وسلو څخه د پاکولو د هلو ځلو د «تل» له پاره د درولو گواښ کړی دی. د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې که د امريکا حکومت دا فکر کوي چې شمالي کوريا به په زياتو بندیزونو او زيات فشار سره د اتومي پروگرام څخه لاس په سر کيدو ته مجبوره کړي نو دا یې «ستره سهوه» ده.
امريکا په سوماليا کې د الشباب ډلې جنگيالي وژلي
په سوماليا کې د امريکا متحدو ایالاتو په هوايي بريدونو کې د ترهگرې ډلې الشباب لږ تر لږه ۶۲ جنگيالي وژل شوي دي. د امريکايي ځواکونو په حواله د شنبې په ورځ د پلازمينې موگاديشو په سويل کې په پرته سيمه گاندارش کې د څلورو بمباريو پر وخت ۳۴ جنگيالي وژل شوي ول. د يکشنبې په ورځ په همدې سيمه کې د نورو عملياتو پر وخت د دغه ډلې ۲۸ غړي ووژل شول. ویل شوي چې په دې بريدونو کې ملکيانو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.
سعودي عربستان د امريکا پر سنا مجلس د ریاض په کورنیو چارو کې د مداخلې تور لگولی
سعودي عربستان د وژل شوي ژورنالست جمال خاشقجي د قضيې او په يمن کې د پوځي حضور په اړه د امريکا متحده ایالاتو د سنا دوه پريکړه ليکونه غندلي دي. د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي چې پريکړه ليکونه پر «ناسم ادعاوو» ولاړ دي او د سعودي «په کورنيو چارو کې د مداخلې» په معنا دي. په يمن کې د سعودي عربستان په مشري د پوځي ائتلاف سره د مرستې د درولو پريکړه ليک هیڅ چانس نه لري.
فعالان: کروشيا په غير قانوني توگه کډوال خارجوي
د بشري حقونو د فعالانو په حواله د کروشيا پوليس مهاجر او نور کډوال په غير قانوني توگه گاونډي هېواد بوسنيا ته اخرجوي. د Border Violence Monitoring په نوم د څار ملکي ټولنې په پټه اخيستل شوي ۱۳۲ فلمونه خپاره کړي چې په هغه کې د ۵۰ ډلو اخراجول ليدل کيږي. خو په زاغرب کې حکومت دا تورونه رد کړي او وايي چې د شينگن د سرحدي مقرراتو سره سم عمل کوي.
آلمان له عراق سره د مرستې ژمنه وکړه
پر داعش جنگيالو د عراقي پوځ تر بريا يو کال وروسته د آلمان د بهرنيو چارو وزیر هايکو ماس د دغه هېواد د بيارغونې په موخه د نورو مرستو ژمنه کړې. نوموړي بغداد ته په رسيدو سره وويل چې آلمان به په راتلونکي کې هم د عراق د خلکو ترڅنگ د يوه «دوست او شريک» په توگه ودريږي. هغه وويل چې د داعش ترور له منځه تللی دی. نوموړي ټينگار وکړ چې د دغه ډلې د بيرته قوي کيدو مخه بايد په هر حال کې ونيول شي.