لنډ خبرونه په متن او انځور کې
کابل کې ځانمرگي بريد ۶ تنه وژلي، د کاليفورنيا د اور د قربانيانو شمير لوړ شوی، په قبرس کې دوې نوې سرحدي لارې پرانيستل شوي .......
د کاليفورنيا د اور د قربانيانو شمير لوړ شوی دی
په کاليفورنيا کې د ځنگلونو د اور د قربانيانو شمير لږ تر لږه ۳۱ ته لوړ شوی دی. د چارواکو په حواله په سيځل شويو کورونو او موټرو کې جسدونه موندل شوي دي. د رسمي معلوماتو په حواله ۲۲۸ تنه لادرکه دي. تېز او تاوده بادونه اورونه لا پسې خپروي. د ساکرامنتو د شمال اور تر ۶۷۰۰ زيات کورونه او مغازې سوځولي دي. د پيرادايز ښار له ټولو ۲۷زرو اوسيدونکو څخه خوندي ځایونو ته تلو غوښتنه شوې ده.
کابل: ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۶ تنه وژلي
په کابل کې د دوشنبې په ورځ يوه ځانمرگي بريد لږ تر لږه ۶ تنه وژلي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، ویلي دي چې ۲۰ تنه نور ټپيان شوي هم دي. د هغه په خبره د برید ډیری تلفات د امنیتي ځواکونو په منځ کې دي خو د ټپیان په ډله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي هم شامل دي. د داعش ډلې د اعماق د خبري آژانس له لارې د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.
زيهوفر د مسيحي سوسيال گوند د مشرۍ له څوکۍ استعفا کوي
د آلمان د کورنيو چارو وزیر هورست زیهوفر تائيد کړې ده چې دی به په راتلونکي کې د مسيحي سوسيال گوند د مشر په توگه له خپلې دندې استعفأ وکړي. خو نوموړي ۶۹ کلن زياته کړه چې دا پريکړه به یې د کورنيو چارو پر مقام کوم اغیز ونه لري. د يکشنبې په ورځ زيهوفر د خپل گوند مشرتابه ته وويلي ول چې دی به په ۲۰۱۹ م کال کې له دواړو مقامونو او پوستونو څخه استعفأ وکړي.
يمن کې د جگړو په ترڅ کې ۱۵۰ تنه وژل شوي
د يمن د حديده ښار پر سر نښتو کې د يکشنبې د ورځې راهيسې کابو ۱۵۰ تنه وژل شوي دي چې ملکيان هم پکښې شامل دي. د دوشنبې په ورځ د روغتون او پوځ استازو له خوا ويل شوي چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۰ ياغيان، ۳۲ حکومت پلوه جنگيالي او ۷ تنه ملکيان وژل شوي دي. حکومتي ځواکونه غواړي چې دا ښار چې د حوثي ياغيانو په ولکه کې دی، بيرته ونیسي خو د ياغيانو د کلک مقاومت سره مخ شوي دي.
په غزه تراډه کې خونړي عمليات ترسره شوي
د فلسطنيانو د تندلارې ډلې حماس له خوا د ورکړل شويو معلوماتو په حواله اسرائيلي عسکرو په غزه تراډه کې د عملياتو په ترڅ کې شپږ فلسطنيان وژلي دي. د پوځ په حواله په دې ترڅ کې يو اسرائيلی عسکر هم وژل شوی دی. دې پېښې په نزدې ختیځ کې د زور زياتي د پراخېدو انديښنې زياتې کړي دي. د مارچ مياشتې راهيسې په غزه تراډه کې د اسرائيلو پولې ته څيرمه له زور زياتي ډکې مظاهرې ترسره کيږي.
په قبرس کې دوه نوې سرحدي لارې پرانيستل شوې
د مديترانې سمندرگي په ويشل شوي ټاپو قبرس کې دوې نوې سرحدې لارې په جنوب کې د یونان او شمال کې د ترکیې ترمنځ پرانيستل شوې. د جنوب څخه يو شمير کسان په ديرينيا کې له دغه سرحدي پاټکه تیر شول او د ملگرو ملتونو د شنه خولۍ عسکر په بدرگه کې د شمالي قبرس ترکیې جمهوريت ته داخل شول. په عين وخت کې په شمالي لويديځ کې د اپليسيا پاټک هم پرانيستل شو.