لنډ خبرونه په متن او انځور کې
له آلمانه په غیر قانوني توګه د اخراج شوي افغان پناه غوښتونکي اقامه دعوا رد شوې، په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د نويو خبرو چمتووالی، د نواز شريف د بند سزا ځنډول شوي ده،
له آلمانه په غیر قانوني توګه د اخراج شوي افغان پناه غوښتونکي اقامه دعوا رد شوې (آرشيف انځور)
له آلمانه افغانستان ته په غير قانوني توگه اخراج شوی افغان پناه غوښتونکی به په آلمان کې پناه ترلاسه نه کړي. د رپوټونو په حواله د آلمان د ميکلنبورگ فور پومرن ايالت محکمې د نصيب الله ايس د پناه غوښتنې د منفي ځواب په ضد د اقامې دعوا رد کړی ده. نصيب الله په جولايي مياشت کې د نورو ۶۸ پناه غوښتونکو سره يوځای په داسې حال کې افغانستان ته اخراج شوی وو چې د پناه غوښتنې دوسيه یې بشپړه شوې نه وه.
په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د نويو خبرو چمتووالی
د رويترز خبري آژانس په حواله د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال به د پنجشنبې په ورځ ماسکو ته سفر وکړي څو دغلته د افغانستان د سولې د خبرو اترو د نوي پړاو د نيټې په اړه وغږيږي. روسیې تر دې مخه ۱۲ هيوادونو او طالبانو ته د سپتمبر پر ۴ نیټه د مسکو په خبرو اترو کې گډون بلنه ورکړې وه خو دا کنفرانس د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه وځنډول شو.
د نواز شريف د بند سزا ځنډول شوي ده
په اسلام آباد کې يوې محکمې د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شريف د آزادولو لارښوونه کړې. د ځاي رسنيو په حواله محکمې په عين وخت کې د نواز شريف د لور مريم نواز او زوم صفدر حيات د بند سزاوې هم ځنډولې دي. نواز شريف چې درې د دريو دورو له پاره د پاکستان لومړی وزير وو، په جولايي مياشت کې د فساد له کبله د لسو کالو بند په سزا محکوم شو. د هغه لور مريم ته بيا د اتوو کالو بند سزا ورکړل شوې وه.
شمالي او جنوبي کورياو يوه ديپلوماتيکي بريا ترلاسه کړې
په پيونگ يانگ کې د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای ان او د شمالي کوريا واکمن کم جونگ اون يو اتومي تفاهم ليک لاسليک کړی دی. د کم جونگ اون په حواله د دې توافقنامې سره به کوريا نيمه ټاپو د اتومي وسلو پاک کړل شي. کم همدا راز وويل چې په يونگ بايون کې به خپله يوه مهمه اتومي دستگاه هم په هغه صورت کې وتړي چې امريکا متحده ايالات یې د ځينو غوښتنو پوره کولو ته چمتووالی وښيي.
د اروپايي ټولنې د حکومتونو او دولتونو مشران د مهاجرت په اړه خبرې کوي
د اروپايي ټولنې د دولتونو او حکومتونو مشران په نننۍ چهار شنبه په زالسبورگ کې د يوې سرمشزې په موخه سره راټوليږي. په دې غونډه کې به لومړی په شمالي افريقا کې د مهاجرو د کښتيو د خالي کولو او په اروپا کې دننه د په اصطلاح کنترولېدونکو مرکزونو د پلانونو په اړه خبرې وشي. د پنجشنبې په ورځ به دولتي او حکومتي مشران د امنيتي سياست او د اروپايي ټولنې څخه د برېتانیې د وتلو يا بريگزيت په هلکه خبرې وکړي.
«په بحران ځپلو سيمو کې هر دريم ماشوم ښوونځي ته نشي تلی»
د ملگرو ملتونو د معلوماتو په حواله په بحران او کړکيچ ځپلو سيمو کې د ۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ عمر لرونکی هر دريم ماشوم نه شي کولی ښوونځي ته ولاړ شي. د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونېسف له خوا په خپاره کړل شوي رپوټ کې ويل شوي چې په توليزه توگه په ټوله نړۍ کې کابو ۱۰۴ ميليونه ماشومان اغیزمن دي. تر ټولو زياته په نايجر، مرکزي افریقا جمهوريت، جنوبي سوډان او اريتريا کې وضعه خرابه ده.
«نری رنځ اوس هم د نړۍ تر ټولو خونړۍ ميکروبي ناروغي ده»
د روغتيا د نړيوال سازمان د يوې څيړنې په حواله توبرکلوز يا نری رنځ اوس هم د نړۍ تر ټولو خونړۍ ميکروبي ناروغي ده چې د ايدز په پرتله زيات انسانان وژني. د دې سازمان له خوا په نيويارک کې په خپاره شوي کلني رپوټ کې ويل شوي چې په ۲۰۱۷م کال کې ۱،۶ ميليونه انسانان په دې مرض مړه شوي دي. له دوی څخه ۳۰۰ زره په ايدز هم اخته وو. په ايچ آيي وي ويروس ککړ کسان په دېره آسانۍ سره په توبرکلوز هم اخته کيږي.